
پاکستان تېره مياشت ۱۳ افغان طالبان له خپلو زندانونو خوشي کړي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ددغه هېواد له زندانونو د افغانستان د طالبانو د تحریک اته مخکني چارواکي خوشي شوي دي.
له دغه وزارته خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې دغه طالب مشران د سولې د عالي شورا او افغان حکومت په غوښتنې او تر خبرو اترو وروسته خوشي شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاوېد لودین بي بي سي ته په خبرو کې د دغو کسانو د خوشي کېدو هرکلی وکړ:
''په دې وخت کې د بندیانو خوشي کول ډېر مهم او د سولې د بهیر بشپړ کوونکی عنصر دی. او هغه څه دي چې موږ یې د سولې په پروسه کې له پاکستان تمه لرو. هغوی اسلام اباد ته د سولې د عالي شورا د مشر له وروستي سفر وروسته یو شمېر بندیان خوشي کړل او موږ د هغوی له دې کاره تود هرکلی کوو. او د لا ډېرو بندیانو د خوشي کېدو په انتظار یو.''
افغان حکومت وايي غواړي د سولې بهیر کې د خوشي شوو کسانو د ورګډېدو لپاره باید ددوی ځایونه په ډاګه شي.
په دغو کسانو کې د پنځو نومونه په لاندې ډول په ډاګه شوي دي:
- ملا عبدالباري – د طالبانو مخکنی والي
- ملا نورالدین ترابي- د طالبانو د واکمنۍ د عدلیې وزیر
- ملا الله داد طبیب – د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د مخابراتو وزارت مرستیال
- ملا اعظم – د طالب مشر ملا محمد عمر مخکنی ساتونکی
- ملا داود جان – د کابل مخکنی والي.
- میر احمد ګل- د طالبانو مخکنی والي.
ملا نورالدین ترابي
- د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د عدلیې وزیر. ملا ترابي د افغانستان سوېلي اروزګان ولایت اوسېدونکی دی.
- نوموړی د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نژدې سړی دی، چې اټکل کېږي، اوس هم په ګڼو طالب مشرانو کې لوی نفوذ لري.
- ترابي په اتیایمه لسیزه کې د شوروي یرغل پروړاندې جګړه کې خپله یوه سترګه او یوه پښه له لاسه ورکړي دي.
- د هغه عمر شپېته کاله اټکل شوی، او ویل کېږي، چې روغتیايي حالت یې ښه نه دی.
د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند هم د ښاغلي ترابي خوشي کېدل تایید کړي دي.
په وروستیو میاشتو کې افغان چارواکو له پاکستاني زندانونو د ځینو مشخصو طالب مشرانو د خوشي کولو په اړه له پاکستاني مشرانو سره خبرې کړې دي.
پاکستان د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې د سولې د عالي شورا په غوښتنه د طالبانو ۱۳ غړي خوشي کړل، خو هېڅ کوم طالب مشر په کې نه و.
ملا برادر د طالب غورځنګ مرستيال دى او کابل په دې باور دى چې له دوى سره د خبرو اترو تر پيل وروسته په ٢٠١٠ کال کې په پاکستان کې نيول شوى دى.
افغانستان څو ځلې د ملا برادر د خوشې کولو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه مثبت ځواب نه دى ورکړل شوى.
د ښاغلي ترابي په باب ويل کېږي چې روغتيايي وضعه يې ښه نه ده.
پاکستان تېره مياشت نهه افغان طالبان له خپلو زندانونو خوشي کړي وو.
کابل په دې باور دى چې که په پاکستان کې زنداني شوي لوړ پوړي طالبان خوشي شي نو دا چاره به د سولې له بهير سره مرسته وکړي.
















