'کرزی دې د دوو تښتول شوو پېغلو غم وخوري'

د خپريدو وخت: 16:41 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

د افغان ښځو شبکه وايي دا تښتونې د بغلان په نهرين او خوست فرنگ ولسواليو کې شوې دي

د افغان ښځو شبکې له ولسمشر حامد کرزي نه د هغو دوو پېغلو موندلو کې مرسته غوښتې، چې د يادې شوې شبکې په وينا په بغلان ولايت کې نا قانونه وسلوالو تښتولې دي.

دغه بنسټ ويلي چې د تښول شويو نجونو کورنۍ تښتونکي پېژني، خو پر پوليسو تور لګوي چې گواکې د دغو کسانو پر وړاندې ګام نه اخلي.

خو د بغلان پوليسو د يوې جلۍ د ورکېدو پخلى کړى دى، چې په وينا يې دوى يې لټون نه دى پرې ايښى.

د افغان ښځو شبکه ويلي چې دا پېښې د بغلان په نهرين او خوست فرنگ ولسواليو کې شوې دي.

د دغې شبکې يوه غړې اغلې لېمه وايي ناقانونه وسلوال د شپې له خوا د دغو دوو پېغلو کورنو ته ورغلي او د ټوپکونو په ګواښنه يې تښتولې دي.

نوموړې وويل چې له دغې تښتونې وروسته نژدې دوه مياشتې تېرې شوې خو لا هم پوليسو نه تښتونکي نيولي او نه يې دغه پېغلې د هغو له منگولو ژغورلې دي.

د افغان ښځو شبکه وايي چې د تښتول شويو نجونو کورنيو تښتونکي پېژندلي خو تور پورې کوي چې گواکې د بغلان پوليس يې په نيولو کې پاتې راغلي دي.

اغلې لېمې له ولسمشر حامد کرزي غوښتنه کړې چې د نجونو د موندلو او په وينا يې هغو امنيتي چارواکو ته د سزا کولو په برخه کې گام پورته کړي، چې دغه پېښې يې نه دي پلټلې.

"د افغان ښځو شبکه له افغان حکومت او په ځانگړي ډول ولسمشر نه په ټينگار سره غوښتنه کوي چې د تښتول شويو نجونو د خوشي کولو او ژغورلو په برخه کې جدي لارښوونه وکړي، او د بغلان هغه سهل انگاره چارواکيو ته دې سزا ورکړي چې تر دې مهاله د دغو پېښو پلټلو په برخه کې پاتې راغلي دي."

خو د بغلان ولايت امنيې قومندان جنرال اسدالله شېرزاد له بي بي سي سره په خبرو کې يوازې په خوست فرنگ ولسوالۍ کې د يوې پېښې پخلی کړی خو وايي گواکې دا پېغله په خپله خوښه له چا سره تللې ده.

افغانستان کې ښځې له تاوتريخوالي سره لاس او ګرېوان وي.

جنرال شېرزاد وايي ښايي اوس بلې سيمې ته لېږدېدلې وي او دوى بيا هم په دې سيمه کې عمليات کړي چې پايله يې نه لرله.

بغلان د افغانستان شمال کې يو داسې ولايت دى چې د يو شمېر راپورونو له مخه يې په ځينو سيمو کې نا قانونه وسلول او پخواني ټوپکيان واکمن دي.

پر دوى تور دى چې گواکې ناقانونه کړنې کوي، سيميز خلک ځوروي او ان باج ترې اخلي.

تېر کال هم د بغلان ولايت په (ده صلاح) ولسوالۍ کې دغو ناقانونه وسلوالو يوه پېغله نجلۍ تښتولې وه، چې پوليس يې په راخوشې کولو کې پاتې راغلي وو.

سره له دې چې حکومت تېر کال د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د نا قانونه وسلوالو پر وړاندې عمليات وکړل، خو داسې ښکاري چې دا ستونزه لا هم په بشړه توگه نه ده هواره شوې.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>