انځوریزو رسنیو ته ددولت خبرداری

د خپريدو وخت: 05:34 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د افغانستان د رسنیو په قانون کې د دغسې انځورونو خپرول منع دي.

د افغانستان په یو شمېر تلویزونونو کې د زړه بدوونکو او تاوتریخجنو انځورونو او صحنو خپرول یوه ورځنۍ پدیده ګرځېدلې ده.

د دغه هېواد د رسنیو قانون د داسې انځورونو خپرول منع کړي دي، چې د خلکو ذهني امنیت ګواښي او یا هم رواني روغتیا ګډوډوي.

دغه سوداګریز اعلان بېګا شپه د افغانستان له دولتي تلویزون څخه خپور شو. په دې کې د فاریاب ولایت د هغه ځانمرګي برید د مرګ ژوبلو انځورونه وښودل شول، چې کابو یوه میاشت وړاندې د لوی اختر پر ورځ شوی و. په دغه ویډیو کې د پېښې د مړو او ټپیانو په وینو لړلي جسمونه او نړېلۍ ودانۍ ښوول کېږي، چې لیدل یې اسانه کار نه دی.

په سوداګریزه بڼه دغسې سیاسي اعلانونه د افغانستان په ډېرو سیمه ییزو انځوریزو رسنیو کې تر سترګو کېدای شي. دا هغه اعلانونه دي، چې د افغان دولت او نړیوالو سوله ساتو ځواکونو له لوري د پیسو پر مټ په دغو رسنیو کې خپرېږي.

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې یو استاد شرف الدین وايي، د دغسې تاوتریخجنو انځورونو خپرول لیدونکو او په ځانګړي ډول ماشومانو ته بېلابېلې اروايي ستونزې پیدا کوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د افغانستان د رسنیو په قانون کې د دغسې انځورونو خپرول منع دي. د دغه وزارت د چارواکو په خبره، رسنۍ د یاد قانون له دغو مادو خبرې دي، خو یو شمېر پرې عمل نه کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین بي بي سي ته وویل، که له دې وروسته کومو رسنیو له دغو مادو څخه سرغړونه وکړه، لویې څارنوالۍ ته به وروپېژندل شي.

دا چې رسنۍ پر دې پوهېږي، چې دا ډول انځورونه ناوړه اروايي اغېز لري، له دې سره سره دوی څله دا خپروي؟

دغه پوښتنه مو په کابل کې د یک په نامه یوه خصوصي تلویزون له یوه مسول سمیع مهدي څخه وکړه. دی وايي، د ناوړه اروايي اغېز لرونکي دغه ډول اعلانونه پخپله د حکومت لخوا دوی ته ورکول کېږي. د ده په وینا، د دغو خبرتیاوو خپرول د دوی د مالي سرچینو یوه برخه جوړوي.

دا چې رسنۍ پر دې پوهېږي، چې دا ډول انځورونه ناوړه اروايي اغېز لري، له دې سره سره دوی څله دا خپروي؟

''هغه اعلانونه چې د پیسو په بدل کې خپرېږي، له بده مرغه سوداګریز اعلانونه د تلویزونونو له اصلي سرچینو څخه دي، چې په دې وروستیو کې د تاوتریخجنو اعلانونو شمېر زیات شوی دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د قانون پلي کوونکي نور بنسټونه هم په دې اړه ناغېړي کوي. دغه کار په خصوصي تلویزونونو کې داسې یوه فضا رامنځته کړې ده، چې د یوه خبریال په توګه زه هم ور نه خوښ نه یم.''

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېر کې هم څو څو ځله له رسنیو غوښتي، چې د دغسې تاوتریخجنو انځورونو له خپرولو ډډه وکړي. ځینې وختونه د کلتور وزارت دا ډول غوښتنې تهدیدوونکې هم وې، خو له دې سره سره یو شمېر رسنۍ له دغه امره سرغړونه کوي او خپلو مالي سرچینو ته پر قانون غوره والی ورکوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>