
د "نی" ټولنه وايي، په قانون د دې مسودې له بدلېدو وروسته به ټولې دولتي ادارې مجبوره وي چې د اطلاعاتو په نوم یوه څانګه جوړه کړي
د خپلواکو رسنیو ملاتړه اداره "نی" وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د نوې مسودې له مخې خلک کولای شي پرته له هغو اطلاعاتو نه چې ملي ګټو او د نورو حقونو ته زیان رسوي، نورو ټولو هغو ته لاسرسی ولري.
د "نی" ټولنه وايي، په قانون د دې مسودې له بدلېدو وروسته به ټولې دولتي ادارې مجبوره وي چې د اطلاعاتو په نوم یوه څانګه جوړه کړي او له لارې يې خلکو ته اړین معلومات ورکړي.
اطلاعاتو ته لاسرسی د عامو خلکو لپاره څه چې آن د خبریالانو لپاره هم یو سخت کار دی او ډېر کله دولتي چارواکي دې ته نه حاضرېږي چې اړین اطلاعات د خبریالانو په واک کې ورکړي.
په کابل کې یو شمېر خبریالانو او د مدني ټولنو استازو خپل وړاندیزونه اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په طرحه کې د شاملېدو په هیله د یوې غونډې په ترڅ کې د عدلې وزارت ته تسلیم کړل.
د خپلواکو رسنیو د ملاتړې ادارې "نی"د رسنیو د څار مسوول صدیق الله توحیدي په دې غوڼده کې وویل، د دې طرحې په تصویب سره به دولتي ادارې مجبوره وي چې اطلاعات د خلکو او خبریالانو په واک کې ورکړي.
په دغه طرحه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمیسیون جوړېدل هم راغلي چې د ښاغلي توحيدي په وینا دا کمیسیون باید ازاد او با صلاحیته وي او د رسنیو استازي هم په کې ګډون ولري.
د نوموړي په وینا اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون طرحه د مدني ټولنو او رسنیو د استازو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري، جوړه شوې ۵۱ مادې لري او په قانون تر بدلېدو وروسته به اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې د رسنیو او خلکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
نژدې دوه کاله کیږي چې اطلاعاتو د لاسرسي د قانون پر طرحې کار روان دی او لا هم معلومه نه ده چې پر قانون د بدلېدو لپاره به نور څومره وخت ته اړتیا ولري.














