
ولسمشر حامد کرزي اړوندو چارواکو ته دنده وسپارله چې د زندان د افغاني کېدو د تړون پلي کېدل په سمه توگه وڅاري او هغه ته خبر ورکړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چې د بگرام زندان له افغاني کېدو وروسته هم امريکايي ځواکونو له ځانونو سره يو شمېر داسې افغان بنديان ساتلي دي چې په قطعي حکم سره خوشې شوي دي.
ځينې نور وايي د کړي پرېکړه ليک پر خلاف نوي نوي نيول شوي دي.
افغان ولسمشر ويلي چې دا د بگرام زندان په اړه له شوي هوکړه ليکه سرغړونه ده.
د ارگ د خبرپاڼې له مخه، امريکا ويلي وو چې دوه مياشتې وروسته به د زندان واگې په بشپړ ډول افغان حکومت ته سپاري چې وايي دا موده پوره شوه.
له ارگه خپره کړل شوې رسنيزه خبرتيا کې راغلي دي چې افغان ولسمشر د افغانستان له لوى څانوال او د بگرام زندان د پوځي پوليسو له قومندان سره د زندان د بشپړ افغاني کېدو او د هوکړه ليک د کره پلي کولو په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه وايي ولسمشر چې ددغو چارواکو خبرې واوريدې دا ترې جوته شوه چې يو شمېر زندانيان په قطعي حکم سره پرېښودل شوي خو لا هم امريکايي ځواکونو له ځانونونو سره د بنديانو په توگه ساتلي دي.
همد راز ويل شوي دي چې له کومه زندان افغانانو ته سپارل شوي امریکايي ځواکونو د هوکړه ليک خلاف نوې نيونې هم کړې دي چې ولسمشر د تړون ماتول بللي دي.
ولسمشر حامد کرزي اړوندو چارواکو ته دنده وسپارله چې د زندان د افغاني کېدو د تړون پلي کېدل په سمه توگه وڅاري او هغه ته خبر ورکړي.












