
ایران اجازه ورکړې، چې یو شمېر هغه توکي یې یو ځل بیا افغانستان ته صادر شي چې څه موده وړاندې یې پرې بندیز لګولی و.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، دغه توکي د پخوا په څېر افغانستان ته رالېږدېدل چې د افغان سوداګرو لپاره یو ښه زېری دی.
دغه اداره وايي، په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر له خوا له دوی سره له شویو ژمنو هم یو شمېر عملي شوي، چې په دغه هېواد کې به د سوداګرۍ په وده کې مرسته وکړي.
ایران د دغو ۵۲ قلمو توکیو صادرول وروسته له هغه بند کړي وو، چې پر دغه هېواد په دې برخه کې نړیوال بندیزونه ولګېدل.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي ایران دغه هېواد ته د یادو خوراکي او خامو توکیو صادرول بېرته پیل کړي دي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل د ایران د دغه ګام هر کلی کوي او دا کار یې د افغانستان په ګټه وباله.
ښاغلي الکوزي همدا راز وویل، چې د ایران له خوا د یادو توکیو د را واردېدو بیا پیل به د افغانستان له سوداګرۍ سره مرسته وکړي.
ده وویل، د افغان سوداګرۍ د ودې لپاره ولسمشر حامد کرزي له دوی سره څه موده وړاندې یو لړ پرېکړې کړې وې، چې اوس یې په عملي کېدو کار پیل شوی دی.
د سوداګرۍ خونې د ښارونو په ورونو کې د ښاروالۍ په نامه له سوداګرو څخه پیسې اخېستل یوه ستره ستونزه بللې وه، چې د دغې خونې د چارواکو په خبره اوس له منځه ولاړه.
خان جان الکوزی وایي د دې تر څنګ د دوی یو لړ نور وړاندیزونه هم پلي شوي چې د افغان سوداګرو د ستونزو په هوارولو کې یې مرسته کړې ده.
د سوداګرۍ خونې څه موده وړاندې د نړیوالې سوداګرۍ په اړه د نړیوال بانک د یوه راپور له خپرېدو وروسته له دولته غوښتي و، چې په افغانستان کې دې د سوداګرو د ستونزو د هوارولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
نړیوال بانک په یاد راپور کې د تېرو کلونو په پر تله سږ کال په افغانستان کې د سوداګرۍ وضعیت خراب ښوولی و.
د سوداګرو په دغو غوښتنو کې له پاکستان او ایران سره د سوداګریزو ستونزو هوارول او دننه په هېواد کې دوی ته د فرصتونو برابرول شامل وو.
د سوداګرۍ خونه وايي، د دوی د دغو غوښتنو په پوره کولو کار پیل شوی، چې له ایران سره د یادې ستونزې حل کېدل او دننه په هېواد کې د سوداګریزو ستونزو د هوارولو په موخو د یو لړ تازه ګامونو پورته کېدل یې نښې دي.












