
افغانستان ته ډېری سیمټ له پاکستان او ایران څخه راواردیږي، چې یوه اندازه له دغه هېواده بیا د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.
په کابل کې د سیمټو واردوونکو سوداګرو دوی ته په مالي او ګمرکي برخه کې د ورپېښو ستونزو د اورولو لپاره یوه ټولنه جوړه کړه.
دغه سوداګر وايي، د مالیو، تلو او ګمرکونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، چې د دغې ټولنې پر مټ به یې د اوارولو ګډې هڅې کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، دغه ټولنه به د سوداګرو د ستونزو په اوارولو کې د مرستې تر څنګ هېواد ته د خرابو سیمټو د رالېږدېدو مخه هم ونیسي.
په دې ټولنه کې شاوخوا ۵۰ سوداګر غړیتوب لري، چې ډېری یې له پاکستانه سیمټ راواردوي او په افغانستان کې د خرڅلاو تر څنګ یې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدوي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، دغه ټولنه له دوی سره ثبت شوې او نن په رسمي ډول پرانستل شوه. د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي د یادې ټولنې په پرانستې غونډه کې ګډون کړی و.
ده وویل، دا بنسټ به د سوداګرو د ستونزو اوارولو لپاره د دوی استازيتوب کوي او هېواد ته به د ټيټ کیفیتو سیمټو د واردېدو مخه ونیسي.
سوداګر شکایت کوي، چې له دولت سره د مالیو، تلو او ګمرکونو په برخه کې ستونزې لري او له همدې امله د دې ټولنې جوړولو ته اړ شول.
د سیمټو د واردوونکو ټولنې مشر حاجي سنګر ساپی وايي، سوداګرو د ورپېښو ستونزو د ګډ اواري لپاره د دغې ټولنې جوړولو ته وپتیېله.
له تېرې یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د ودانیزو چارو د چټکتیا او پرمختیا له امله دغه هېواد ته له بهره راتلونکو سیمټو کې هم پام وړ ډېروالی راغلی دی.
د سوداګرۍ خونه وايي، افغانستان ته ډېری سیمټ له پاکستان او ایران څخه راواردیږي، چې یوه اندازه له دغه هېواده بیا د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.












