
د شوروي اتحاد تر ړنگېدو وروسته له منځنۍ اسيا سره گڼې ټرانزيټي ستونزې پيدا شوي. خان جان الکوزی
د افغان حکومت او منځنۍ اسيا د هېوادونو يو شمېر استازي په کابل کې جرگه شوي، چې خپل منځي سوداگريزو او ترانزيتي ستونزو ته د هواري لارې ولټوي.
د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي چې د شوروي اتحاد تر ړنگېدو وروسته، افغانستان اړ دى چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره نوي سوداگريز تړونونه لاسليک کړي.
چارواکي وايي چې په دې اړه به هم په دغه ناسته کې خبرې وشي. د منځنۍ اسيا د څېړندويو اقتصادي بنسټونو غړو، حکومتي کسانو اود خصوصي سکتور استازو په دغه ناسته کې گډون کړی، چې افغان لورى په دغه هېواد کې د پانگونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکوي.
په پام کې ده چې د غونډې گډونوال د فغانستان او منځنۍ اسيا تر منځ سوداگريزې او ترانزيتي ستونزې هم وڅيړي او د هوارولو لارې چارې يې په گوته کړي.
د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل چې د شوروي اتحاد تر ړنگېدو وروسته له منځنۍ اسيا سره گڼې ټرانزيټي ستونزې پيدا شوي، چې په وينا يې د هوارولو لپاره يې بايد د دغې سيمې له هېوادونو سره نوي سوداگريز او ټرانزيټي تړونونه لاسليک شي.
"د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل چې د شوروي اتحاد تر ړنگېدو وروسته له منځنۍ اسيا سره گڼې ټرانزيټي ستونزې پيدا شوي، چې په وينا يې د هوارولو لپاره يې بايد د دغې سيمې له هېوادونو سره نوي سوداگريز او ټرانزيټي تړونونه لاسليک شي."
ښاغلي الکوزي وويل چې دا خبره هم د غونډې يوه موضوع ده. په پام کې ده چې په دغه ناسته کې له پاکستان او هند سره د افغانستان شته سواگريزې او ټرانزيټي ستونزې هم وڅېړل شي.
د هغو اومو توکيو ارزونه هم د غونډې د اجنډا برخه بلل شوې چې له منځنۍ اسيا رالېږدول کيږي او بيا ترې د افغانستان په کارخانو کې کار اخستل کيږي.
افغان چارواکي هيله من دي چې د دغې غونډې پايلې به عملي وي او په مټ به يې د افغانستان او منځنۍ اسيا د هيوادونو تر منځ سوداگريزې ستونزې هوارې شي.
خو يو شمېر کارپوهان شک څرګندوي او انگېري چې په تېر کې تر ډېره دغه راز پرېکړې پلې شوې نه دي او د کاغذونو پر مخونو پاتې شوې دي.












