
د اقتصادي کارپوهانو په وینا، د چابهار بندر د دریو هېوادونه او په ځانګړې توګه د هند لپاره ډېر ارزښت لري.
د افغانستان، هند او ایران ترمنځ درې اړخیزه غونډه په تهران کې جوړېږي .
په دې غوڼډه کې د درې اړخیزو او اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا او د چا بهار د بندر له لارې د سوداګرۍ د راکړې ورکړې په اړه خبرې کوي.
د سیمې امنیت او په دې اړه شته ګواښونه هم د غونډې د بحث یوه بله موضوع ده.
دغه غونډه په تهران کې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو په کچه جوړيږي او د افغانستان له لوري د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عبدالحي حیدر په کې ګډون کوي.
په دې غوڼډه کې د سیمې پر امنیت، اقتصادي شرایطو او د چابهار له بندره د ښې ګټې اخیستې په برخه کې هم خبرې کيږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی د دې غوڼدې موخه د افغانستان، هند او ایران ترمنځ د سوداګرۍ اړیکو پراختیا په ګوته کوي.
دغه راز ښآغلی موسی زي هیله وښوده، چې دغه ناسته به د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګري اړیکو د پراختیا په برخه کې اغېزمنه وي.
"د افغانستان ایران او هندوستان ترمنځ د دغو سوداګریو او ترانزیتي اړیکو له پراختیا هرکلی کوو او هیله لرو چې له دې لارې نه یوازې د دغو دریو هېوادونو ترمنځ بلکې په سیمه کې د سوداګرۍ اړیکې پیاوړې شي".
د چابهار په بندر کې ګډه پانګونه، د سوداګرۍ د آسانتیا په موخه په دغه بندر کې د خصوصي بانکونو د څانګو جوړونه او د کابل- چابهار او دوبۍ ترمنځ د هوایي کرښې جوړونه هغه نور موضوعات و چې په دې غونډه کې مطرح کيږي.
د اقتصادي کارپوهانو په وینا، د چابهار بندر د دریو هېوادونه او په ځانګړې توګه د هند لپاره چې پاکستان پرې ځمکنۍ لارې تړلي ډېر ارزښت لري.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود وايي د چابهار بندر له لارې هندوستان پرته له دې چې د پاکستان خاوره وکاروي، له افغانستان سره تړل کېدای شي.
"د چابهار بندر د افغانستان او هندوستان لپاره د کراچۍ د بندر ځای ناستی کېدای شي، او دا د ایران لپاره یو قوي بندر کېدای شي او کولای شي چې د دې بندر له لارې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لار پیدا کړي. افغانستان، هند او ایران په دې بندر یو ځای کار کوي، خصوصآ هندیان او ایرانیان غواړي چې دا بندر د کراچۍ بندر ځای ناستی کړي. ایران او هند دا هم غواړي چې دا بندر په یو امن بندر او داسې یو بندر بدل کړي چې ډېرې اسانتیاوې ولري".
د چابهار بندر ۱۷ زره کیلو متره مربع مساحت لري او د ایران په سوېل ختیځ کې د هند سمندر ته نژدې پروت دی.
هندوستان د هند د سمندر له لارې او افغانستان د لوېدیځ له لارې دغه بندر ته لاره لري.
ټاکل شوې چې د چابهار له بندره د ګټې اخیستنې موضوع د ناپېیلو هېوادونو د غونډې په څنډه کې چې ټاکل شوې روانه اوونۍ په ایران کې جوړه شي، د افغانستان هندوستان او ایران ترمنځ مطرح شي.












