
ناټو په څو ځلي ایران له وسله والو سره په پوځي مرستې تورن کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان په نیمروز کې د تېرې اوونۍ په ځانمرګو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې تېره جمعه د یوې اعلاميې په خپرولو اعلان وکړ چې د دغه هېواد په لوېدیځ نیمروز کې له بریدونو وروسته نیول شوي کسانو ایرانی تابعت درلود او هلته روزل شوي وو.
په هغه اعلاميه کې ويل شوي و چې "درې ایرانیان د نیمروز د بریدونو په تور نیول شوي دي".
د ایران د مهر خبري اژانس په وینا د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند رامين مهمانپرست د افغانستان د ملي امنیت د چارواکو د دې ادعا په اړه وويل چې "ایران او افغانستان شاوخوا ۱۰۰۰ کیلو متره شریکه پوله لري او له دې پولې د غیر قانوني افغانانو او ایرانیانو اووښتل را اووښتل تل له ستونزو او اندېښنو ډکې وې".
هغه زیاته کړه چې په "افغانستان کې د ایران سفارت چارواکي په دې هڅه کې دې چې له نیول شویو کسانو سره وګوري او ترې وپوښتې چې ولې او په کوم دلیل په غیر قانوني ډول افغانستان ته اوښتي وو او پلټنه به يې وکړي".
په هغو بریدونو کې چې د سې شنبې په ورځ (اګست/۱۴) د افغانستان د لوېدیځ ولایت نیمروز په مرکز زرنج کې وشو شاوخوا ۳۶ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپيان شول.
وروسته بیا د افغانستان ملي امنیت ادارې اعلان وکړ چې دوه نور هغه کسان چې هوډ يې درلود په زرنج کې د افغانستان د ازادۍ ورځې په تړاو مراسمو کې هم ځانمرګي بریدونه وکړي وژل شوي دي.
نیمروز د افغانستان په لوېدیځ کې د ایران پولې ته څېرمه پروت دی.
ناټو په څو ځلي ایران له وسله والو سره په پوځي مرستې تورن کړی دی.
دا لومړی ځل وو چې ایرانيان په افغانستان د حملو په تړاو نیول کيږي.












