د ايران د شېراز ښار درې اعشاريه اته درجې زلزلې لړزولی دی.
په تهران کې د زلزلې معلومولو مرکز وايي دغه زلزله په ځايي وخت څلور بجې او ۱۳ دقيقې شوې ده.
يو شمېر عيني شاهدانو ويلي دي چې دغه زلزله د لنډ وخت لپاره وه او ټکانونه يې د تېرې زلزلې په توپير کم وو.
تر اوسه د دغې زلزلې له امله د ممکنه زيان په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.












