
يوۀ پرېښودل شوي بندي له افغان حکومته مننه وکړه، چې دوى يې سپين وبلل او له بند خونو يې پرېښودل خو ويې ويل چې افغان امنيتي ځواکونه بايد د تورنو کسانو د نيولو په برخه کې پوره پام وکړي.
هر ځل افغان حکومت د اخترونو او يو شمېر نورو ملي ورځو د رارسېدو په وياړ ځينې بنديان خوشې کوي، خو دا لومړى ځل دى چې د افغانستان ملي امنيت ادارې د لوى اختر په رارسېدو سره له خپلو بند خونو څخه د ۵۰ تورنو بنديانو د خوشې کولو خبر ورکړ.
اړوند چارواکي وايي پخوا يې هم ورته کړنې تر سره کړې دي خو رسنۍ يې پرې نه وې خبرې کړې.
د افغانستان د ملي امنيت يوۀ وياند شفيق الله طاهري وويل، چې دا کسان د دې ار پر بنسټ پرېښودل شول چې هيڅ بې گناه بايد سزا ونه وينې او هيڅ مجرم بايد له سزا خوندي پاتې نه شي.
ښاغلي طاهري وويل دغه کسان له يوې اونۍ څخه تر يوې مياشتې پورې په بند کې پاتې شوي وو، چې د پلټنو تر بهير وروسته پريښودل شول.
"دغه کسان له يوې اونۍ څخه تر يوې مياشتې پورې په بند کې پاتې شوي وو، چې د پلټنو تر بهير وروسته پريښودل شول."
شفيق الله طاهري
يوۀ پرېښودل شوي بندي له افغان حکومته مننه وکړه، چې دوى يې سپين وبلل او له بند خونو يې پرېښودل خو ويې ويل چې افغان امنيتي ځواکونه بايد د تورنو کسانو د نيولو په برخه کې پوره پام وکړي.
د نوموړي په وينا يو شمېر خلک د شخصي تربگنيو پر بنسټ افغان امنيتي ځواکونو ته پر دروغو ولاړ راپور ورکوي او په وينايي د ۱۰۰ ډالرو په خپلولو سره هم يو دروند کس بند ته برابروي.
د افغانستان ملي امنيت وايي چې پرېښودل شوي کسان په درنو ادعاشويو جرمونو کې ککړ نه وو.
د ملي امنیت د مسوولینو په خبره دې کسانو يوازې د نا خبرتيا په حالت کې له وسلوالو مخالفانو سره مرسته کړې وه او يا مرستې کولو ته اړ شوي وو.
ځينې نور بیا وايي د يو شمېر تورنو مجرمانو له خوا د خپلو ادعا شويو جرمونو شريکان بلل شوي وو، چې تر پلټنو وروسته د لوى اختر د رارسيدو په وياړ پرېښودل شول.
اړوند چارواکي وايي چې له دغو کسانو څخه يو يې هم له وسلې سره نه و نيول شوى.












