
د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي، چې په دې اړه به د امریکا دریځ د افغانستان د حکومت او خلکو پر پرېکړه هیڅ اغېز ونه کړي
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي مارک ګرواسمین هغه څرګندونې، چې ګواکي هېواد یې د ډېورنډ کرښه د دوو هېوادونو تر منځ د رسمي پولي په توګه پېژني، د افغان مقاماتو له خوا د بې اهمیته موضوع په توګه بلل شوې دي.
"له دې مخکې ولسمشر کرزي هم ویلي و، چې د ډېورنډ کرښې په اړه د پرېکړې کولو یوازینۍ مرجعه د افغان ولس له استازیو جوړه شوې لویه جرګه ده."
د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي په کابل کې د چهار شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو د ډېورنډ کرښه له دې مخکې هم د دوو هېوادونو تر منځ د رسمي پولي په توګه یاده کړې وه، خو د دې موضوع ردول او یا هم تاییدول د حکومتونو له اختیاره وتلی کار دی.
پاکستاني مقاماتو په تکرار سره ویلي، چې همدغه ډېورنډ کرښه د دوی د هېواد او افغانستان تر منځ رسمي پوله ده، خو دا هغه څه دي، چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې تر اوسه پورې ورسره افغانستان مخالفت کوي.
د افغانستان حکومت چارواکي وايي دغه کار د دوی له وسه بهر دی.
د ډیورنډ کرښه په افغانستان کې د امیر عبدالرحمن د پاچاهي پر مهال د هغه وخت د برتانوي هند له استازي هنري مور ټیمر ډېورنډ سره په ۱۸۹۳ کال وټاکله شوه او د دواړو لوریو له خوا په یوه سند کې ولیکل شول.
پاکستان هاغه مهال د هندوستان یوه برخه وه، چې د برتانیې مستعمره وه. له دې مخکې ولسمشر کرزي هم ویلي و، چې د ډېورنډ کرښې په اړه د پرېکړې کولو یوازینۍ مرجعه د افغان ولس له استازیو جوړه شوې لویه جرګه ده.












