
حامد کرزي د ناټو دغه عملیات او په درشل کې یې د ولسي افغانانو د ورکېدل په سختو ټکو غندلي دي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په لوګر ولایت کې د عملیاتو پرمهال د څلورو پوونده ماشومانو وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، ولسمشر کرزي د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د ناټو په عملیاتو کې د وسله والو مخالفانو د لټون پرمهال وژلي دي.
دا خبره د لوګر والي محمد اقبال عزیزي هم تایید کړې ده.
پېښه د تېرې یکشنبې (اکتوبر ۲۱) په ورځ شوې ده.
حامد کرزي ویلي، چې ناټو ځواکونو څلور پوونده ماشومان د څارویو د پوولو پرمهال وژلي.
ولسمشر کرزي ویلي، ناټو له افغانستان سره د ولسي وګړو د خوندیتوب تړون لري.
زابل
بل خوا، له ولسمشرۍ بله ویناپاڼه وايي، چې په زابل ولایت کې د ناټو ځواکونو د عملیاتو پرمهال درې ولسي وګړي لاهم تری تم دي.
حامد کرزي د ناټو دغه عملیات او په درشل کې یې د ولسي افغانانو د ورکېدل په سختو ټکو غندلي دي.
د زابل والي مخکې ویلي وو، چې ناټو د شپنیو عملیاتو پرمهال څلور ولسي وګړي له ځانه سره بوتلل، چې ددرېیو څرک یې لاهم نه دی لګېدلی.
په تېره دوشنبه د زابل په مرکز کلات کې ددغه ولایت سلګونو اوسېدونکو د بهرنیو ځواکونو پر ضد یو سوله ییز لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د کندهار –کابل لویه لاره د څو ساعتونو لپاره د ترافیک پرمخ تړلې وه، ادعا یې کوله چې بهرنیو ځواکونو دوه تنه ملکي وګړي بېولي او په خورا بې رحمۍ سره یې وژلي دي.












