
د کابل – کندهار لویه لاره په تېرو څو کالو کې چې د میدان وردګو ولایت کې تېره شوې، ډېره ناامنه شوې ده.
د میدان وردګو ولایتي ویاند ویلي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې دوه طالب قومندانان وژل شوي.
ولایتي ویاند شاهدالله شاهد بي بي سي ته وویل، چې په وژل شوو کې یو د طالبانو له لوري د چک لپاره ولسوال و.
نوموړی وايي، چې وژل شوي په دغه ولایت کې فعال اورپکي وو.
ښاغلی شاهد د یوه وژل شوي طالب قومندان نوم غلام علي ښودلی دی.
بل وژل شوی نقیب الله جهادیار ښودل شوی، چې په چک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.
نوموړی زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو درې ساتونکي هم وژل شوي.
د میدان وردګو د والي ویاند زیاتوي، غلام علي د خلکو په تښتونې، د سړک غاړې ماینونو په اېښودلو او د کابل – کندهار پر لویه لاره په وسله والو بریدونو کې لاس درلود.
د کابل – کندهار لویه لاره په تېرو څو کالو کې چې د میدان وردګو ولایت کې تېره شوې، ډېره ناامنه شوې ده.
له تېرو څو اوونیو راهیسې په چک ولسوالۍ کې عملیات روان وو، چې د ولایتي ویاند په وینا، تر عملیاتو وروسته اوس په دغه ولسوالۍ کې امنیت په نسبي ډول ښه شوی دی.
خو د سیمې خلک وايي، چې ان د عملیاتو او جګړو له لاسه خپل ورځني کارونه نه شي کولی او ان ځینې وخت د کروندو سمبالول هم نه شي کولی.
د تېر اسد/ زمري پر اتمه طالبانو د چک ولسوال محمد اسمعیل وفا وواژه.












