د وردګو له سيد اباد ولسوالۍ نه تازه را رسېدلي راپورونه وايي چې د موټر بم چاودنې او ځانمرګي بريد په تنېجه کې نهه تنه ملکي کسان او څلور تنه پولیس وژل شوي دي.
ددې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد بی بي سي ته وويل چې دا پيښه نن سهار وخته شاوخوا شپږ بجې شوې ده. هغه وویل چې لومړی د ولسوالۍ، امنيه قوماندانۍ او ګډې نظامي مرکز ترمنځ په سړک کې چاودنه شوې او وروسته ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکيو ډک خپل مزدا موټر ته چاودنه ورکړې ده.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې نږدې ودانیو ته زیان اوښتی دی او لسګونه هغه کسان ټپیان دي، چې په نژدې بازار کې موجود وو.
د ناټو امنيت ساتنې نړيوالو ځواکونو يوه وياند وويل په پېښه کې د ايساف ځواکونو ته مرګژوبله نه ده اوښتې، خو د طالبانو يوه وياند چې د برېښنالیک له لارې يې د دغه بريد پړه منلې، ويلي لسګونو بهرنيو سرتېريو ته يې مرګژوبله اړولې ده.












