
جنرال الن په داسې وخت کې غوسه څرګندوي، چې سږ کال د افغان سرتېريو له خوا پر بهرنيو ځواکونو بريدونه زيات شوي.
په افغانستان کې دا مريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو قوماندان ويلي پر پوځيانو يې د خپلو افغان همکارانو د بريدونو له امله ډېر قهرېدلى دى.
جنرال الن يوه امريکايي تلويزون سره مرکې کې وويل امريکايان دې ته چمتو دي چې د افغان ماموريت لپاره قربانۍ ورکړي خو کله به هم دې ته غاړه کښېنږدي چې د وژلو په موخه دې د ټوپکونو خولې پر دی راواوړي.
"که رښتيا ووايم د د غو بريدونو له امله ډېر زيات قهرېدلى يم، موږ به يې د مخنيوي لپاره گامونه اخلو. په ټوله امريکا کې دا بريدونه انگازې لري، تاسې پوهېږئ موږ د دغه ماموريت لپاره قربانۍ ورکولو ته چمتو يو خو کله هم نه شو منلى چې ودې وژل شو."
روان ميلادي کال کې د افغان سرتېريو له لوري پر بهرنيو ځواکونو بريدونه زيات شوي، چې د ناټو لپاره يې يو جدي سرخوږی جوړ کړی دی.
خو جنرال الن ډاډ وښود، چې د افغانانو اکثريت په خپل هېواد کې د لوېديځ ځواکونو د شته والي پلوي کوي.
"موږ ته په دې پوهېدل مهم دي چې دې کمپاين کې د افغانانو لوى اکثريت له موږ سره دى. تاسې هغوی سره ژوند کړى او هغوی پيژنئ. هغوی يعنې افغانان د دې مسئلې پر سختۍ پوهېږي، داسې هم شوي چې خپله افغانان د دا ډول بريدونو پر مهال زموږ د پوځيانو خوندي کولو لپاره وژل شوي دي."
"که رښتيا ووايم د د غو بريدونو له امله ډېر زيات قهرېدلى يم، موږ به يې د مخنيوي لپاره گامونه اخلو. په ټوله امريکا کې دا بريدونه انگازې لري، تاسې پوهېږئ موږ د دغه ماموريت لپاره قربانۍ ورکولو ته چمتو يو خو کله هم نه شو منلى چې ودې وژل شو"
جنرال الن، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو قوماندان
په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو قوماندان په داسې وخت کې د ځينو افغان پوځيانو له خوا په بهرنېو عسکرو د شوو بريدونو له امله خپله غوسه ښودلى چې د افغان جګړې د تېرو يوولسو کلونو په اوږدو کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر دوه زرو ته ورسېد.
د دوه زرم امريکايي پوځي د وژل کېدو اصلي حالت معلوم نه دى خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
لومړنيو راپورونو کې راغلي وو چې دغه پوځی د يو افغان سرتېري له خوا وژل شوى دى.
اوس په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو ويلي کېدى شي دغه پېښه د ياغيانو ډزو له امله شوې وي چې په اړه يې پلټنه روانه ده.
ایساف: له افغان ځواکونو سره نښته خپل منځي نه وه.
د فهيم عابد راپور

په دې پېښه کې د ملي اردو درې سرتېري او د ایساف یو سرتېری او یو ملکي کارکونکی وژل شوي وو.
په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، د وردک ولایت د تېرې ورځې پېښه یو خپلمنځي برید نه و او احتمالا اورپکي په دغه برید کې لاس لري.
د ایساف په وینا تېره ورځ د وردک ولایت سیداباد ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې د دوی ځواکونه په تلاشۍ بوخت و چې د ملي اردو د سرتېرو یو ووړ واحد ورنژدې شو او د لنډو خبرو وروسته د دوی ترمنځ نښته پیل شوه.
په دې پېښه کې د ملي اردو درې سرتېري او د ایساف یو سرتېری او یو ملکي کارکونکی وژل شوي وو.
د ایساف ځواکونو مرستیال قومندان جنرال اندریان بریدشاو پرون ماښام په کابل کې خبریالانو ته وویل، د وردک ولایت پېښه یو خپل منځي برید نه دی او ښايي اورپکي په کې لاس ولري.
د ښاغلي بریدشاو په وینا د لومړنیو څېړنو له مخې داسې جوته شوې وه چې ښايي دغه برید د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیو ځواکونو ترسره شوی وي خو و روسته معلومه شوه چې احتمالا په دې برید کې اورپکي لاس لري.
د شنبې په ورځ (سپتمبر/۲۹) د میدان وردک ولایت سید اباد ولسوالۍ ته پر غځېدلې لویې لار د ایساف او افغان ملي اردو ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې په پایله کې یې د ملي اردو درې او د ایساف یو سرتېری او یو ملکي کارکونکی ووژل شو.
"د لومړنیو رپوټونه له مخې داسې ویل شوي و چې دا یو خپل منځي برید دی خو اوس روښانه شوه چې ښايي په دې برید کې اورپکي لاس ولري. د پېښې په هلکه د ایساف او ملي اردو ځواکونو له خوا ګډې څېړنې روانې دي".
د ایساف ځواکونو د مرستیال قومندان په وینا ایساف ځواکونه د سړک پر غاړه پر تلاشۍ بوخت و چې د ملي اردو سرتېری ور نژدې شول او له لنډو خبرو وروسته د دواړو اړخونو ترمنځ نښته پیل شوه.
په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو وړاندې اعلان کړی و چې خپل منځي یا د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیو هغه بریدونه یوازې ۲۵ سلنه د اورپکو له خوا کیږي او د پاتې سلنې لامل یې د بریدګر د وژل کېدو له امله په کره توګه معلوم نه دی.
امریکایي چارواکي دا هم مني چې د دغه سرتېري په وژل کېدو سره د افغانستان په جګړو کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو شمېره ۲۰۰۰ ته ورسېده .












