
د ایساف په وینا، د روان کال د اګست مایشتې تر پایه پورې ملکي خلکو ته ۹۲ سلنه مرګ ژوبله د دولت د مخالفو وسله والو او اته سلنه مرګ ژوبله د ایساف ځواکونو له خوا اوښتې ده.
په افغانستان کې دېره نړیوال ځواکونه وايي، دملکي تلفاتو د لږولو لپاره یې هوايي بریدونه محدود کړي دي.
د ایساف په وینا د هوایي بریدونو لپاره باید د ناټو له لوړپوړو جنرالانونه اجازه واخیستل شي.
د ایساف عملیاتي مرستیال ټینګار کوي چې د هوايي بریدونو د محدودولو له امله د ایساف له لوري په ملکي تلفاتو کې دری پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.
ایساف چارواکي وايي، په دغه هیواد کې د هوايي بریدونو د ترسره کولو پروسه د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره پېچلې کړل شوې ده.
"له هغه وروسته چې د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ کې پر یوه کور د نړیوالو ځواکونو د هوايي برید له امله یو شمېر ښځې او ماشومان ووژل شول، پرېکړه شوې چې نور به په کورونو او استوګنځيو هوايي بریدونه نه کیږي."
جنرال روجر نوبل
د ایساف ځواکونو عملیاتي مرستیال جنرال روجر نوبل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې دېره نړیوال ځواکونه، د هوايي بریدونو د ترسره کولو لپاره باید د سوله ساتو ځواکونو د لوړ رتبه جنرالانو نه اجازه واخلي.
د نوموړي په خبره " وروسته له هغه چې د نړیوالو ځواکونو په یو شمېر عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته جنرال جان الن زمونږ سره په یوې ګډې غونډه کې وویل چې ددې ستونزې لپاره باید د حل لارې چارې پیدا کړو، نو ځکه اوس باید د هوايي بریدونو د ترسره کولو لپاره د ایساف له لوړ رتبه جنرالانو نه اجازه واخیستل شي او یوازې په هغه صورت کې په استوګنځیو برید کیدای شي چې د ایساف ځواکونو ته له هغه ځایه خطر متوجه وي."
نوموړی وايي: له هغه وروسته چې د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ کې پر یوه کور د نړیوالو ځواکونو د هوايي برید له امله یو شمېر ښځې او ماشومان ووژل شول، پرېکړه شوې چې نور به په کورونو او استوګنځيو هوايي بریدونه نه کیږي.
د ښاغلی نوبل په وینا د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره یوه ګډه کمیټه جوړه شوې چې د دغو تلفاتو لاملونه څیړي او د کمولو لپاره یې هڅه کوي.
د دغه برتانوی جنرال په وینا، سږ کال د ایساف له خوا په ملکي تلفاتو کې د تېر کال په پرتله دري پنځوس سلنه کموالی راغلی، خو د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا بیا په ملکي تلفاتو کې ۴۲ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د ایساف ځواکونو عملیاتي مرستیال وايي، سږ کال ولسي وګړو ته درې سلنه مرګ ژوبله د افغان ځواکونو له خوا اوښتې ده چې اکثر یې سبب ترافیکي پېښې دي.
د ایساف په وینا، د روان کال د اګست مایشتې تر پایه پورې ملکي خلکو ته ۹۲ سلنه مرګ ژوبله د دولت د مخالفو وسله والو او اته سلنه مرګ ژوبله د ایساف ځواکونو له خوا اوښتې ده.












