
دغه وسلوال هغه مهال په نښه شوو چې له یوې سیمې نه بلې ته روان وو.
په هلمند کې ځايي چارواکې وایی چې تېره شپه (پنجشنبه ) شاوخوا ۱۱ بجې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ناټو په یوه هوایی برید کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولایت د پولیسو یوویاند فرید احمد فرهنګ وایي، چې دغه وسلوال هغه مهال په نښه شوو چې له یوې سیمې نه بلې ته روان وو.
بل لور ته د کندهارولایت چارواکي وایي، چې د ناټو په دوو جلا بریدونو کې د دوو قومندانانو په ګډون درې تنه وسلوال طالبان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
لومړۍ پېښه نن د جمعې په سهار شپږ بجې د پنجوايي ولسوالۍ په موشان سيمه کي هغه مهال رامنځته شوه چې یو وسلوال طالب قومندان او ملګری یي د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې په نښه او ووژل شوو.
دایساف ځواکونو په یوه بل هوایي برید کې د حافظ طیب په نوم یوطالب قومندان له خپل یوه ملګري سره وژل شوی اودوه نور ملګري یی ټپیان شوي دي.
دغه برید نن د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې شوی.
بل خوا د کندهار دوالي ویندوی جاوید فیصل وایي چې نن سهار افغان سرحدې پولیسو د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې یوطالب قومندان نیولی دی.
د فیصل په خبره، دغه طالب قومندان چې په چادرې که یي ځان پټ کړی و د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
بل لورته د وسله والوطالبانو یو ویندوی قاری یوسف احمدي وایي چې تېره شپه یی دهلمند په نادعلي ولسوالۍ کې پر څلورو امنیتي پوستو برید کړې، چې د ده په خبره افغان پولیسو ته یي په کې د سرزیان اړولی.












