
د پېښې په سیمه کې چاڼيز عملیات هم روان دي، چې ښايي د دولت ضد مخالفینو حکومتي ځواکونو ته دا ماین خښ کړی وي.
د افغانستان سوېلي ولایت هلمند سیمه ییز چاراوکي وايي د ولسي وګړو د سپرلۍ یو ګاډي پرماین ختلی چې ۱۲ ولسي وګړي یې وژلي دي.
د هلمند د والي دفتر په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، چې پېښه د تېرې جمعې په ورځ (دسمبر ۱۴) ماسپښین شاوخوا دوه بجې د ګرشک ولسوالۍ په ګوبند سیمه کې شوې ده.
خبرپاڼه وايي، چې په وژل شوو کې چې په یوه تونس ګاډي کې سپاره وو، د یوې کورنۍ شپږ کړي او د بلې هم شپږ غړي وژل شوي دي.
په وژل شوو کې د یوې کورنۍ څلور نجونې، یوه مېرمن او یو هلک او د بلې کورنۍ دوه نجونې، دوه هلکان، یوه مېرمن او یو زلمی شامل دي.
د پېښې په سیمه کې چاڼيز عملیات هم روان دي، چې ښايي د دولت ضد مخالفینو حکومتي ځواکونو ته دا ماین خښ کړی وي.
خبرپاڼه وايي، چې په سیمه کې چاڼیز عملیات وشول، همدا وجه وه چې دغو کورنیو د عملیاتو له سیمې ځانونه خوندي ځایونو ته لېږدول، چې ماین پرې وچاودېد.












