د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې غبرګو چاودنو اووه تنه ولسي وګړي ټپیان کړي دي. د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ وايي: چاودنې د ملکي او پوځي موټرو پر هغه کاروان وشوې، چې په کې واشېر ولسوالۍ ته مرستې غنم وړل کېدل. د نوموړي په خبره، چاودنې هغه مهال رامنځ ته شوې چې په زرنج موټر سایکلو کې ځای پرځای شوي چاودیدونکي توکي وچاودیدل. تراوسه چا د دغو چاودونو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.












