برهان الدین رباني، د پلویانو او مخالفینو له نظره

د خپريدو وخت: 12:32 گرینویچ - چارشنبه 19 سپتمبر 2012 - 29 وږی 1391
رباني

برهان الدین رباني د داسې ګوند مشري کوله، چې يې په څلورو لسیزو کې يې هر ډول فعالیتونه تجربه کړل.

برهان الدین رباني ته له دوو بېلابېلو سیاسي لیدلورو ورکتل کیږي.

یوه په افغانستان کې په اویاومه لسیزه کې د هغه ګوند د مشر په توګه، چې په جنګي جنایتونو تورن دی.

هغه کلونه، چې ملکي وګړو ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله او د افغانستان له پلازمېنې کابل څخه يې یوه کنډواله جوړه کړه.

او دوم يې د هغه شورا مشر، چې د سولې د ټینګښت لپاره له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو ماموریت یې درلود.

د ښاغلي رباني پلویان هغه د جهادي مشر او د سولې د غوښتونکي په توګه پېژانده، خو داسې کسان هم کم نه دي، چې دی په دغه هېواد کې د جګړې او بحران د اصلي لامل په توګه پېژني.

برهان الدین رباني د داسې ګوند مشري کوله، چې يې په څلورو لسیزو کې يې هر ډول فعالیتونه تجربه کړل.

په افغانستان کې د ظاهرشاه پروړاندې د محمد داود خان له کودتا او په دغه هېواد کې د جمهوري دولت له جوړېدو وروسته ښاغلی رباني پاکستان ته ولاړ او د داودخان د دولت پر وړاندې يې وسله وال بریدونه پیل کړل.

د پاکستان مالي مرسته

خو دی د پخواني شوروي له خوا د افغانستان له نیولو وروسته مشهور شو او په همدغه وخت کې وتوانېد، چې د پاکستان په مالي مرسته د جمعیت اسلامي ګوند په وسلو سمبال کړي.

د دولت پروړاندې له کلونو جګړو وروسته په ۱۹۹۲ کال کې د مجاهدینو ډله کابل ته ننوتله.

د دوو میاشتو لپاره صبغت الله مجددي د مجاهدینو د دولت د موقتې دورې مشري په غاړه درلوده، خو ښاغلی رباني رسمًا د افغانستان د اسلامي دولت د مشر په توګه وټاکل شو.

خو له ۱۹۹۲ کال وروسته په افغانستان کې خونړۍ جګړې پیل شوې، چې ملکي وګړو ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله او د افغانستان له پلازمېنې کابله يې یوه کنډواله جوړه کړه.

د بشري حقونو نړیوال سازمانونه له هغې څخه د بښنې نړیوال سازمان وايي، هغه ډلې ګوندونه او ډلې چې د افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکېلې دي، د زرګونو ملکي وګړو د وژل کېدو مسوولین دي.

د بشري حقونو د بنسټونو د رپوټونو له مخې په دغو کلونو کې د قتل، د خلکو د ورکېدو، شکنجه او جنسي تېري ډېر موارد ترسره شوي دي.

د طالبانو واکمني

په ۱۹۹۶ کال کې د وسله والو طالبانو تر واکمن کېدو وروسته، ښاغلی رباني خپل ټاټوبي د بدخشان فیض آباد ښار ته لاړ او د طالبانو پروړاندې يي جګړه پیل کړه.

"په ۲۰۰۵ کال کې ښاغلي رباني د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته او د هېواد د ولسي جرګې غړیتوب يي ترلاسه کړ."

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د امریکا په بریدونو کې د وسله والو طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته، چې ښاغلی رباني تر هغه وخته د افغانستان د ولسمشر په توګه پېژندل کېده، په رسمی توګه د موقتې ادارې په چوکاټ کې ټول واک حامد کرزي ته وسپارل شو او ده ته په کابینه کې ځای نه وو ورکړل شوی.

خو په ۲۰۰۵ کال کې ښاغلي رباني د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته او د هېواد د ولسي جرګې غړیتوب يي ترلاسه کړ.

د افغانستان د سولې د عالي شورا له جوړېدو وروسته ښاغلی رباني د دغه شورا مشر وټاکل شو.

سره له دې چې ښاغلی رباني د وسله والو طالبانو مخالف و، خو نوموړی له دغې ډلې سره د روغې جوړې مسوول هم و.

هغه ماموریت چې د مرګ تر وخته موخې ته ونه رسېد او دغه میراث د ده زوی صلاح الدین رباني ته پاتې شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>