د اسلام ضد فلم خلاف مظاهرې په ويديو کې

د افغانستان په ننگرهار او پکتيا ولايتونو کې د هغه فلم پر ضد سوله ييزې مظاهرې وشوې چې د اسلام ضد بلل شوى دى، دلته د ننگرهار او کابل د مظاهرو ويديو وينئ
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
تر ٢٠٠٠ زياتو کسانو د جمعې په ورځ(سپتمبر/ ١٤) د هغه فلم د خپراوي په غبرګون کې د افغانستان په ننګرهار او پکتيا ولايتونو کې په لاريونونو لاس پورې کړ چې د ادعاو له مخې د اسلام پېغمبر حضرت محمد(ص) ته په کې سپکاوى شوى دى.
لاريون کوونکي چې د جمعې تر لمانځه وروسته د جلال اباد تورخم د لويې لارې په اوږدو کې په مارکو نومي سيمه، او د پکتيا په احمد خېلو ولسوالۍ کې راټول شوي وو د هغه فلم پر وړاندې خپل غبرګون ښوده چې اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورن دى.
افغان مظاهره کوونکو پر ولسمشر اوباما، امريکايانو او هغه چا د مرګ چيغې وهلې چې دغه فلم يې جوړ کړى دى.
د ننګرهار په مارکو سيمه کې را ټولو شويو لاريون کوونکو د اوباما او د فلم خپرونکي جوړې کړې نانځکې او د امريکا بېرغ ته اور واچوۀ.
دوې له ا فغانستان نه دامريکايانو د ژر تر ژره وتلو او له اسلامي نړۍ نه له امريکايانو سره دپلوماتيکې اړيکو د پرېکولو غوښتنه کوله.
لاريون کوونکو نژدې يو ساعت د تورخم جلال اباد لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
پوليسو کلک امنيتي تدابير نيولي وو او لاريونونه له کوم تاوتريخوالي پرته پاى ته ورسېدل.
دغه فلم چې د ادعاو له مخې د اسلام پېغمبر حضرت محمد (ص) ته په کې سپکاوى شوى تر خپرېدو وروسته په مصر او ليبيا کې هم پراخ غبرګونونه ر اوپارول.
په مصر کې د جمعې په ورځ پوليسو تر هغه وروسته اوښکې بهوونکي غاز پر مظاهره کوونکو وشيندل چې د امريکا سفارت ته يې د رسېدا هڅه کوله.

لاريون کوونکو نژدې يو ساعت د تورخم جلال اباد لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
ولسمشر مرسي پر مظاهره کوونکو غږ وکړ چې پر سفارتونو چپاو و نه کړي.
په مصر کې اخوان المسلمين گوند د دغه فلم پر ضد د هېواد په لر و بر کې د لاريونونو کړې غوښتنه بېرته واخيسته.
اخوان المسلمين وايي دوى يوازې سمبوليک اعتراض غوره بولي.
په افغانستان کې چارواکي د عربي نړۍ تر مظاهرو وروسته اندېښمن وو چې له تاوتريخوالي ډکو لاريونونو سره مخامخ نه شي.
په تېرو کلونو کې د ورته پېښو له امله پاروليو مظاهرو گڼ شمېر افغانان وژلي وو.

















