
افغان چارواکي غواړي چې په افغانستان کې د يوټيوب کانال په بندولو افغانان و نه توانېږي چې دغه فلم وگوري.
يوۀ افغان چارواکي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د ويډيو خپرونکې اېڼترنيټ پاڼه يوټيوب په افغانستان کې تړل شوى دى.
د چارواکيو په وينا دوى دا گام تر هغه وروسته واخيست چې پر يوتيوب باندې لا هم هغه فلم شته چې له ادعاو سره سم په کې د اسلام پېغمبر محمد ص ته سپکاوى شوى دى.
افغان چارواکي غواړي چې په افغانستان کې د يوټيوب کانال په بندولو افغانان و نه توانېږي چې دغه فلم وگوري.
هيله دا ده چې په دې ډول به هغه له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې په افغانستان کې ونه شي چې په لېبيا، مصر او نورو اسلامي هېوادونو کې ليدل شوي دي.
افغانستان د چارشنبه په ورځ هم د څو ساعتونو لپاره د يوټيوب کانال بند کړى و خو وروسته يې بېرته پرانيست.
په تېرو کلونو کې دې ته ورته مسايلو په افغانستان کې خونړۍ مظاهرې پارولي وې.
هغو تجربو ته په پام سره افغان حکومت هڅه کوي چې وار دمخه ممکنه گامونه واخلي.
په کندهار کې ځايي چارواکو ويلي چې په سلگونو ديني علماو دغه فلم غندلى خو له خلکو يې غوښتي دي چې له زغم او صبر څخه کار واخلي.
ولسمشر کرزي ناروې ته د جمعې د ورځې سفر ظاهرآ همدغو اندېښنو ته په پام سره وځنډاوۀ.
په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر د چارشنبې په ورځ په يوې خپرې کړې پاڼې کې دغه فلم غندلى و.
ولسمشر اوباما له ښاغلي کرزي سره پر همدې موضوع تيلې فوني خبرې هم کړي دي.












