
له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو، په تېره بیا سوېلي ولایتونو کې د قومي مشرانو او مخورو وژنه دوام لري.
د افغانستان په سوېل کې چارواکي وایي چې نن سهار (شنبه/ سپتمبر اتمه) د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د لوی محبس د کلاچې په سیمه کې د یوې چاودنې پر مهال ددغه ولایت د اصلاحي شورا مرستيال نعمت الله او یوبل قومي مشر ملک عبدالمجید وژل شوي دي.
د اروزګان والي امیر محمد اخندزاده وایي چاودنه د ملک ډاکټر نعمت الله د کور مخې ته د ریموټ کنټرول په مټ رامنځ ته شوې ده.
د هغه په خبره، په چاودنه کې ملک عبدالمجید او حاجي نعمت الله خان وژل شوي او د هغه دوه زامن ټپیان شوي دي.
د ښاغلي امیر محمد اخندزاده په وینا، ملک ډاکټر نعمت الله او ملک عبدالمجید د سولې او امنیت په ټینګښت کې خورا مهم رول درلود.
چاودنه د ډاکټر نعمت الله د کور مخې ته په داسې ځای کې شوې ده، چې د هغه پر کور د ساتونکو پیره هم ولاړه وي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو، په تېره بیا سوېلي ولایتونو کې د قومي مشرانو او مخورو وژنه دوام لري.
ځینې شنونکي دا په سیمه کې د قومي مشرانو د نفوذ او د پښتنو د کمزوري کولو لپاره یوه جوړه شوې دسیسه بولي.
د هلمند چاودنه
بل خوا، په هلمند ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوې مېرمنې وژلې او یو بل ولسي وګړی یې ټپي کړی دی.
د هلمند چارواکي وایي چاودنه ددغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې د ولسي وګړو موټر د سړک غاړې پر ماین برابر شو.
تر دې دمه وسله والو ددواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.












