
بسم الله محمدي پخوا د کورنیو چارو وزیر و چې ولسي جرګې ور څخه د اعتماد رایه بېرته واخیسته.
له تېرې یوې اوونۍ د افغانستان په رسنیو کې ګنګوسې وې چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته ولسمشر کرزي کسان په نخښه کړي دي.
له هغو ګنګوسو سره سم ستر جنرال بسم الله محمدي د دفاع د وزارت لپاره او لوی پاسوال غلام مجتبی پتنګ د کورنیو چارو د وزارت لپاره ونومول شول.
بسم الله محمدي پخوا د کورنیو چارو وزیر و چې ولسي جرګې ور څخه د اعتماد رایه بېرته واخیسته. لوی پاسوال مجتبی پتنګ په کورنیو چارو وزارت کې دنده درلوده.
له ګنګوسو سره سم د ملي امنیت د ریاست لپاره هم اسدالله خالد نومول شوی دی.
د غزني او کندهار پخوانی والي اسدالله خالد په دې وروستیو کې د سرحداتو او قباېیلو وزیر و.
اسدالله خالد د رحمت الله نبیل پر ځای نومول شوی دی. تېره اوونۍ په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر ویل چې ښاغلی نبیل به په يوه هېواد کې د سفیر په توګه ټاکل کيږي.
د سرحداتو او قباېيلو د وزارت لپاره حاجي عزیز الله دین محمد نومول شوی دی.
دغه درې سره وزیران او د ملي امنیت رییس باید له ولسي جرګې د اعتماد رايې واخلي.
ولسي جرګې څو اوونۍ وړاندې د دفاع پخوانی وزیر جنرال رحیم وردګ او د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم الله محمدي څخه تر هغه وروسته د اعتماد رای واخیسته چې د وکیلانو په وینا دغو دواړو وزیرانو د کونړ پر ولایت د پاکستان د توغندیو پر وړاندې سم غبرګون نه و ښوولی.












