
د کونړ نوم په امريکا کې له خونړيو نښتو او جگړو سره تړلى چې ددغه هېواد ډېرو پوځيانو په کې سرونه بايللي دي.
د افغانستان د کونړ ولايت مرکز- اسعد آباد په کليفورنيا کې له هغه ښار سره په ورورگلوۍ نيول شوى چې اوس اوس په کې يو شمېر سکهان د يوه توپکمار له خوا وژل شوي وو.
يونين سيټي تر اسعد آباد دمخه پنځه نور ملگري ښارونه هم درلودل: د تايلنډ چيانگراى، د چين ليانگ، د هند جلندر، د فليپين پسي او د مکسيکو سانتا روزاليا.
له يونين سيټي سره د اسعد آباد د نښلېدو لپاره ځانگړي مراسم جوړ شوي وو چې افغاني کالي، موسيقۍ او خواړه پکې وړاندې شول.
د هند، چين او فلېپين د موسيقۍ ډلو په خپلو هنرونو سره راټول شوي خوښ وساتل. چارواکو وويل چې په دې ډول به د امريکايي او افغاني ښارونو د اوسېدونکو تر منځ نژدې راشه درشه جوړه شي.
د کونړ نوم په امريکا کې له خونړيو نښتو او جگړو سره تړلى چې ددغه هېواد ډېرو پوځيانو په کې سرونه بايللي دي.
خو سمبالوونکي هيله لري چې له دې لارې امريکايان د کونړ د خلکو او دودونو نوې بڼه چې له تاوتريخوالي سره تړاو نه لري، وويني.
د مراسمو يوه سمبالوونکي بروس گرين وويل غواړي د افغانانو کلتور امريکايانو او د امريکاييانو کلتور افغانانو ته ور وپېژني.












