په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونه وايي د طالبانو یو ځايي قوماندان او مرستیال يي هم د هغو لسګونو وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دي چې په ختیځ کونړ ولایت کې د یوه هوايي برید په پایله کې ووژل شول.
بل لور ته وسله والو طالبان، چې دغه برید مني وايي یوازې ۱۳ تنه ملګري يې وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي.
په دا وروستیو کې د کونړ ولایت په سرحدي سیمي د پاکستان له لورې د توپونو سخت بریدونه وشول.












