BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
د هلمند د نوي کال سندریزه مېله
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۳ وری ۱۳۹۰ - ۲۳ مارچ ۲۰۱۱
د هلمند د نوي کال سندریزه مېله
د عکس تشریح،
د نوي ۱۳۹۰ هجري لمريز کال د لومړۍ ورځې د لمانځنې په ویاړ د هلمند په لښکرګاه کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان راغونډ شوي ول. په مراسمو کې د ناټو ګڼ سرتېري هم لیدل کېدل، خو امنيتي چارې یې افغان پوځيانو نیولې وې (ټول انځورونه مسعود پاپولزي اخیستي/بي بي سي)
د عکس تشریح،
افغان ځوانه سندرغاړې فرزانه ناز، د نوي کال پر شپه ښکلې سندرې وویلې . له څو لسیزو راهیسې دا لومړۍ افغانه سندرغاړې ده چې په هلمند کې ګڼو مینه والو ته د سټېژ پرسر سندرې وايي .
د عکس تشریح،
مراسم د شپې په ښه توګه ترسر هشول . افغان چارواکو ددغه کنسرټ هرکلی وکړ چې په وینا یې دا په لښکرګاه ښار کې د امنیت په ډاډمنېدا دلالت کوي .
د عکس تشریح،
د افغان اردو یو سرتېری له لښکرګاه ښار بهر ته په الوتکه کې د امنیت نیولو لپاره چمتووالی نیسي . پولیس له طالبانو سره د مخامخېدا پرمهال د مناسبو او اړينو پوځي توکو له نشتوالي شکایت کوي .
د عکس تشریح،
د پولیسو د تلاشۍ دغه پوسته له بهرنیو ځواکونو سره یوځای تلاشۍ کوي . دوی پر لاره له یوه اورپکي سره یوه تومانچه او یوه مخابره نویلي دي .
د عکس تشریح،
دوه برتانوي پوځيان د سوک وهلو لوبه کوي . کله چې ګزمه نه کوي، پوځيان او پولیس لوبې کوي .
د عکس تشریح،
د پولیسو په لیکو کې د نشه یي توکو کارول ډېر شوي دي . یو افغان ګزمه کوونکی سرتېری، چې مخ یې پټ کړی، خپل سګرېټ له چرسو ډکوي .
د عکس تشریح،
سګرټ څکول، اتڼ، موزیک غږول او ځینې وخت جګړه کول هغه چارې دي چې پولیس خپل وخت ورباندې تېروي . ګڼو پولیسو له څو کلونو راهیسې خپلې کورنۍ نه دي لیدلې . ددوی زیاتره سیمې د طالبانو په لاس کې دي . که ورستانه شي، وبه وژل شي .
د عکس تشریح،
د برتانوي پوځيانو د ګزمې یو سرتېری د جکل ټانک پر سر د خپلې وسلې پر ماشه ګوته نیولې، ددوی دنده به د امنيتي چارو تر لېږد پوري دوام وکړي، او بیا به امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي . په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د بهرنیو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي .
مهم خبرونه
کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو
۴۵ دقیقې وړاندې
ننګرهار کې یو کور نړېدلی، د شپږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اوه کسان مړه شوي
۵ ساعتونه وړاندې
په خلیج کې د امریکا پوځي ځواک له زیاتېدو سره ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، چې د اتومي پروګرام هوکړې لپاره 'وخت په ختمېدو دی'
۹ ساعتونه وړاندې
ځانګړي مطالب
ماشومتوب، ځوانۍ او زړښت کې څه وخورو؟
۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۶
د طالبانو حکومت وایي، که څوک پر"اسلامي قوانینو" اعتراض وکړي ورسره قانوني چلند کېږي
۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۶
نړیوال بانک: د طالبانو حکومت تېر کال شاوخوا ۹۷ میلیارده افغانۍ امنیتي برخې ته ځانګړې کړې وې
۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۶
"امرثاني"؛ د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزير یوې پخوانۍ ويډيو ته د ايلان مسک غبرګون
۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۶
درس
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology