د افغان جمهوریت پنځوسمه کلیزه؛ یو پاچا، یو لومړی وزیر او یو ولسمشر

ظاهر شاه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اصف معروف
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د جمهوريت پنځوسمې کليزې به تړاو دری ځانګړي رپوټونه لرو چې په دې يوه کې د محمد ظاهر شاه واکمنۍ ته کتنه شوې ده.

د افغانستان د جمهوریت داستان پر یوې نسبتا ټیکاو لرونکې پاچاهۍ د یوې سپېنې کودتا له پېښې پیل شوی. دغه هېواد کې د جمهوریت، کمونستي، اسلامي او ملت پالې بڼې وکارېدې خو یوه یې هم تر پایه پر غښتلو ستنو و نه درېده.

څارونکي وايي، محمد ظاهرشاه د افغانستان یو له نرم مزاجه پاچاهانو وو چې د خپل هېواد پر عصري کولو او ډیموکراسۍ یې باور درلود.

هغه له بي بي سي سره خپله یوه مرکه کې ویلي و، "له هماغه وړوکوالي مې د ډیموکراسۍ یوه مفکوره په سترګو لیدله. همدا وه چې بله هېڅ بڼه زما لپاره د منلو وړ نه وه. لومړۍ ورځې مې ستونزې درلودې، باید پخپلو څرګندونو کې مې سلا مشورې غوښتې وای. تر دې وخته مې له خلکو سره اړیکې ډېرې ښې وې. دا زما ځانګړنه نه ده، خلکو له ما سره ډېره همکاري کړې، خلکو باور کاوه."

هغه د اساسي قانون له مخې، خپل حکومت له شاهي کورنۍ بهر سیاسي څېرو ته وسپاره.

ځوان، لوستي او اسلامپوه څېره موسی شفیق، د هغه ورستی لومړی وزیر و. د هغه مهال روڼ اندي وايي، هېواد یې یو کمساری ځیرک او سیال لومړی وزیر درلود.

خو د محمد داود خان له لوري د ۱۹۷۳ کال کودتا مشروطه پاچاهي پای ته ورسوله او جمهوریت یې اعلان کړ.

د افغانستان له لومړني جمهوریته دا دی پنځوس کاله تېر شوي دي.

د امن څلوېښت کلنه واکمني

ظاهر شاه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امريکا ولسمشر کېنېډي د پاچا ظاهر شا او مېرمنې يې هرکلی کوي (۱۹۶۳)

د افغانستان په معاصر تاریخ کې د واک ترلاسه کولو کیسه تل خونړۍ وه. د ډېرو پاچاهانو او امیرانو په منځ کې یوازې محمد ظاهر شاه بختور و چې څلوېښت کاله یې په پوره سوله او امنیت کې واکمني وکړه.

زه د محمد ظاهر شاه په دوره کې زیږېدلی یم او پلار مې په شاهي پوځ کې افسر و. زما په یاد دي چې پوځي افسران د هېواد او پاچاهۍ دفاع ته ژمن وو او تل به مې دا شعار د ښونځيو او پوځي ودانیو پر دیوالونو لیده:

خدای / وطن / پاچا

صديق راهپو تر هغه ډېر کلونه وړاندې چې زه خبريال شوم، په رسنیو کې کار کاوه.

موږ دواړو ته ياد دي چې خلکو شاه د خدای سيوري باله. داود خان چې ځان یې د لوی جرګې له لارې ولسمشر کړ، خلکو ورته لا هم د پاچا خطاب کاوه.

صديق راهپو وايي، "دا یو قبیلوي او ما قبل قبیلوي جوړښت دی، شاهي نظام یو دودیز نظام دی، که په افسانوي ډول ووایم له پاچا یما رانیولې همداسې یو ثبت شوی سنتي نظام دی، هغه وخت چې داود خان کودتا وکړه، خلکو لاهم د پاچاهۍ یو پړاو باله، نه کوم بل بدلون."

ظاهر خان ۱۹ کلن ځوان و چې پاچا شو. مور یې ماه پرور بېګم د خپل مېړه له مړینې وروسته نه غوښتل چې زوی دې یې په خطر کې وي ځکه یې د هغه د پاچا کېدو مخه نیوله. دا هغه شېبې وې چې د نادرخان وینې لا وچې شوې نه وې.

نصیر مهرین وايي، د ظاهر شاه مور نه غوښتل چې زوی يې د واګو مشر شي. "مور یې ویل، نه غواړم زوی مې پاچا شي. درته مې نه و ویلي چې د خلکو کورونو ته وینلړلې جنازې مه لېږئ. د جنجال پایله همدا وه چې نه یې غوښتل دی پاچا شي."

د افغانستان د معاصر تاریخ څېړونکی ناصر مهرین پر دې باور دی، چې ظاهر شاه له بهرني فشار پرته د شرایطو د بدلون او مشروطه پاچاهۍ زمینه برابره کړه او دا خوځښت د هغه د شخصي لیوالتیا له امله و.

نصیر مهرين وايي، "ريښتیا دا دي چې د ده له هوکړې او ونډې پرته ډیموکراسي شونې نه وه، لکه نړۍ د نورو هېوادونو تاریخ چې ګورو، دلته کوم غورځنګ پر دربار دا فشار نه و راوړی چې موږ ته ډیموکراسي راکړئ- دا سړی پکې خپله ونډه لري."

فاطمه ګيلاني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فاطمه ګيلاني

فاطمه ګیلاني یوه سیاسي فعاله ده. پلار یې پیر سید احمد ګیلاني د شاه له نژدې ملګرو و، او په دربار کې یې د یوه روحاني شخصیت حیثیت درلود. فاطمه په دې باور ده چې د پاچا ظاهر خان واکمني متوازنه او پخپله نرم انسان و.

نوموړي وايي، "اعلحضرت ظاهر شاه عادل و. د هغه طبیعت همداسې و. که تاسو وګورئ هغه کسان چې په مشروطه غورځنګ کې وو، ډېر یې نږدې ملګري وو، یعنې اجازه ورکړل شوې وه، د غورځنګ جوړېدو لپاره هڅول شوي وو. باید له یاده ونه ایستل شي چې هغه مهال شرایط همداسې وو چې مطلقه شاهي نظامونه مشروطه شي. دا نن هم هغه واړه او لوی هېوادونه چې مطلقه شاهي نظامونه لري واک له یوې کورنۍ سره دی، اوس همدغه شاهي کورنۍ وزارتونه لري مهمې دندې لري، کوم کس چې وړتیا ولري او راشي خو هغسې زور او ځواک چې د شاهي کورنۍ کسان لري هغه اغېز نه لري."

ظاهر شاه د ځوانۍ په وخت کې د خپل تره هاشم خان تر اغېز لاندې و او د واک له اصلي متنه لرې ساتل شوی و.

په کم عمرۍ کې یې له خپل پلار او تره چې دواړه د ملي پوځ افسران وو، اورېدلي وو، چې هاشم خان یو سخت مزاجه انسان دی. هغه ته یې ښايي له وېرې مستبد او زور واکی نه وایه، خو وروسته وپوهېدم چې هغه مستبد انسان و.

محمد ظاهر چې خپله ځواني یې پاریس کې تېره کړې وه او هم هلته یې زده کړې کړې وې، د فرانسې له ډیموکراسۍ سره عادت شوی و او په پارلماني غونډو کې یې د انقلابي او احساساتي خلکو خبرې اورېدلې- داسې عادت چې تر مرګه یې وپاله.

وروسته واک د هاشم خان بل ورور شاه محمود خان ته ورسېده. دغه مهال نړۍ کې سړه جګړه پیل شوه. افغانستان کې هم حالت د بدلون پر لور وو.

ظاهر شاه

د عکس سرچینه، Getty Images

د ادب او تاریخ یو څېړونکی لطیف نظامي وايي، د دې هرڅه د کابو کولو لپاره دولت ته د نرمو ګامونو د پورته کولو اړتیا وه.

نوموړی وايي، "ملګرو ملتونو پر افغانستان فشار راوړه چې د خلکو حقونه او ازادۍ نشته، د افغانستان په سیاسي او دولتي جوړښت کې بدلون راغی. شاه محمود خان د هاشم پرتله سخت زړی نه و یو مهربانه سړی و. واک ته د شاه محمود خان رسېدنه هغه څه وو چې یو نوی پړاو پکې پیل شو چې ځېنې موږ هغې ته د ډیموکراسۍ پړاو وایو."

محمد ظاهر شاه په عامه مجلسونو کې ډېر څه اورېدل. هغه پخپله وايي، د تره د حکومت طرز يې بل ډول و.

شاه په ښکاره وايي د ظلم او وينې تويولو پلوي نه و. "لویې پرېکړې وې، هغه وخت مې تره هم د دې جرات نه درلوده چې دا ډول پرېکړې وکړي. هغه وخت مجبور وو چې کېنو او یو ځای پرېکړي وکړو. البته په ځينو مسایلو کې زما د تره لیدلوري بڼه یو څه وه او زما د لید بڼه بل ډول وه. ما نوې نړۍ لیدله، ډیموکراسي مې په یوه بل ډول لیدله، د وینو تویول اصلا زما نه خوښېدل."

سيد قاسم رشتيا چې په شاهي او جمهوري نظامونو کې وزیر او مهمه څېره وه وايي، ظاهر شاه د هېواد لوستو وګړو ته خورا ډېره پاملرنه کوله، "ماته یې څو وارې سپارښتنه وکړه ځکه زما ورور د منورینو په مخکښانو کې و. لومړی زه د هغوی او حکومت ترمنځ وسیله وم. ښاغلی غبار او ښاغلی فرهنګ یوه لوري ته وو، ما د هغوی خبرې او غوښتنې حکومت ته رسولې، او د حکومت نظرونه او تګلارې مې هغوی ته وړلې. ان شاه محمود خان دا هم منلې وه چې د ګوندونو خبره هم په پام کې ونیسي."

ظاهر شاه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاچا ظاهر شاه د فرانسې سفر پر مهال له خپل زوی ميروس سره (۱۱ کتوبر ۱۹۴۹)

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني چې یو مهال د امریکا په یوه پوهنتون کې د انتروپولوژۍ یا انسان پېژندنې استاد و، له بي بي سي سره د خبرو پر مهال ویلي، د دربار او لوستو خلکو ترمنځ اړیکه د وخت اړتیا وه.

نوموړی زیاتوي، "افغانستان کې اداره تل پر لوستو خلکو تکیه وه. که د ۱۹۰۰ او ۱۹۴۰ کلونو ترمنځ دوره وګورو، د هغو کسانو شمېر چې لیک لوست یې کولی شوای، ډېر محدود و. پر همدې بنسټ هغه کسان چې دربار یې په لاس کې وو، مجبور وو چې له لوستو کسانو سره په اړیکه کې اوسي، او په یوه ډول د هغوی احسانمند وي. پر همدې بنسټ هغه بدلونونه چې په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ کلونو کې راغلل، د دې لار یې جوړه کړه چې یو شمېر روڼ اندي رامخې ته شي."

لوستو کسانو سره له اړیکو جوړولو سربېره، پاچا د خپل واک او نفوذ د ټینګولو لپاره خپله دولتي کړۍ کې مذهبي او قومي خلک هم یو ځای ساتل.

ویل کېږي ظاهر خان د دیني او قومي مخورو له منځه ۱۲۰ تنه غیر رسمي کابینه درلوده او تل به یې د هغوی د نظر درناوی کاوه. دا هغه دود و چې د افغانستان د یوه بل واکمن امیر دوست محمد خان له وخته پاتې و.

نصیر مهرین وايي، شاه له لوستو ځوانانو سره لیده کاته کول او کله ناکله خو به خبرې اوږدې هم شوې.

فاطمه ګیلاني هم وايي، پاچا له شاهي کورنۍ بهر د خلکو خپلولو کې ډېر لېواله و او له پنځوو لومړیو وزیرانو یې څلور له شاهي خاندانه بهر وټاکل.

نوموړې زیاتوي، "له هغه اساسي قانون وروسته چې افغانستان یې له شاهي مطلقه، شاهي مشروطه ته واړوه. له لومړي وزیر ښاغلي نور احمد اعتمادي پرته، چې په محمدزي ټبر پوري یې تړاو درلوده، نور هر څوک چې راغلي داسې کسان وو چې له محترمو کورنیو وو، خو په شاهي کورنۍ پورې یې تړاو نه لاره. شاهي کورنۍ خلکو ته نژدې وه، که ډاکټر صاحب یوسف و، که شهید میوندوال، که شهید موسی شفیق و. دوی ټول په ولس پورې تړلي وو."

د پاچا بهرنۍ تګلاره

ظاهر شاه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاچا ظاهر شاه د بریتانيا د سفر پر مهال له ملکې الېزابت سره (۷ ډسمبر ۱۹۷۱)

په بهرني سیاست کې توزان د پاچا له مهمو تګلارو وو. زما یاد دي، د تاریخ ښوونکو به د افغانستان د بې پرېوالي او ناپېیلتوب کېسې کولې. په دویمه نړیواله جګړه او سړه جګړه کې هم افغانستان پر همدغه لار روان و. پاچا ظاهر خان وايي، "هغه وخت امریکا هم هڅې کولې، شوروي هم هڅې کولې. موږ نشوای کولی ځان د یوه غېږ ته وغورځوو. همدا وه چې هغه مهال موږ یو بشپړ نا پېيلی سیاست درلود. که مو له شوروي کومه مرسته ترلاسه کوله، یا مو مناسبه ګڼله چې د امریکا له لوري جبران شي، هغوی هم دا احساس کاوه."

محمد ظاهر شاه د بدلون او سمون غوښتونکی و، خو دا هر څه یې ورو او له احساساتو پرته پرځای کول.

د ډاکټر یوسف خان د کابینې مرستیال شمس الدین مجروح د پاچا په منظورۍ یو سیاسي کلب جوړ کړ چې له انقلاب پرته یې د سمونو او اصلاحاتو لپاره کار کاوه.

ښاغلي مجروح ویلي و، "موږ غوښتل یو څه له شور او ځوږ او انقلاب پرته رامنځ ته شي. یو داسې کار وشي چې پخپله دولت چې هغه وخت یوازینی ځواک و، پخپله یې پر مخ یوسي. عبدالمجید خان او نورو منځلارو ځوانانو داسې فکر کاوه چې د منځنۍ کچې خلک باید ډېر شي چې وکولی شي اداري او اقتصادي واک خپل لاس کې ټینګ کړي. همدا خوځښت چې مو پیل کړی و، ملي کلوپ مو باله. د ملي کلوپ سمبالښت له ماسره و، سرمنشي او سکرټر یې زه وم."

شمس الدین مجروح چې د نوي اساسي قانون د طرحې د کمېټې مشر و، وايي د افغانستان د نوي اساسي قانون د چمتو کولو لپاره يې د بېلابېلو هېوادونو لسګونه قوانين لوستي او ارزولي وو.

نوموړی وايي، "هغه سرچینې چې موږ لوستې وې، د نړۍ له یو سلو څو ډېر اساسي قوانین وو. له اسلامي هېوادونو له نا اسلامي هېوادونو، له جمهوري او پاچاهۍ، یو سلو څو اساسي قانونه، دا ټولو مو ولوستل. موخه یوه مشروطه پاچاهي وه. یوه مشروطه پاچاهي چې د پارلماني ډیموکراسۍ لپاره یو ستنه شي. پارلمان وي، ګوندونه وي، د مطبوعاتو او جریدو ازادي وي."

خو د محمد داود خان توندو او احساساتي تګلارو په ځانګړې توګه د پښتونستان خبره، له شوروي اتحاد سره نژدېوالی او افغانستان سره د امریکا د نه مرستو مسلې، ظاهر خان اندېښمن کړی و.

لومړي وزیر داود خان د پښتونستان خبره لوړه ساتله، خو پاچا ظاهر خان له پاکستان سره د اړیکو او نرمۍ هڅې وکړې که څه هم هغه وايي"پاکستان نه درک کولې.

نوموړی وايي، "موږ پاکستان په بشپړ ډول پېژانده. بیا هم له ما سره یو احساس و چې پاکستان یو اسلامي هېواد دی. پرلپسې هڅې مې وکړې، چې د دې د دواړو هېوادو فکري، او سیاسي یووالی راولم. ما ورته ویل موږ دوه لوی هېوادونه نه یوو، زموږ په خوا کې چین یو بېخي لوی هېواد دی. هاخوا هم ایران او څو نور هېوادونه دي. موږ باید ځان ته وګورو، البته چې کوچنی هېواد به یو، خو یو ځواکمن اغېز لرو، یو معنوي ځواک لرو، همدا سیاست و. ځینې وخت به یې منله ځینې وخت به یې نه منله. واک د څلورو جنرالانو په لاس کې و، دغه جنرالان له انګریزانو میراث پاتې وو، او چلند یې بیا وروسته بدل شو. لومړیو ورځو کې به یې پښه پر بله اړوله او فکر یې کاوه یو څوک دي. وروسته چې زور پرې راغی، وپوهېدل چې نه."

ظاهر شاه

د عکس سرچینه، Getty Images

له پرمختللې نړۍ سره د سیال او مترقي افغانستان لپاره د افغان شاه بدلونونه ګام په ګام لیدل کېده. د برېښنا بندونه، فابریکې، لوی لارې جوړې شوې، بانکوالي او ښار سازي پیل شوه.

ښځو ته د رایې حق، د ژوند اسانۍ، د دولت په لوړو څوکیو د هغوی مقرري، نور ټولنیز بدلونونه وو. خو دا هم ویل کېده چې شاهي کورنۍ ته منسوب داسې کسان هم وو چې د حق تلفۍ، انحصار، او بې عدالتۍ لامل کېدل.

ظاهر شاه د مشروطه شاهي نظام لپاره د عصري او فوق العاده قانون تصویب سره د شاهي کورنۍ غړو لپاره د مطلقیت دروازې وتړلې. د لومړي وزیر موسی شفیق حکومت ته ډېرې هېلې وې چې فقر به ورک شي، او د سیمې له هېوادونو سره به اړیکې غښتلې کړي، خو د محمد داود خان کودتاه له دغه پېر سره تړل شوې هیلې وچې کړې.