د ننګرهار، کندهار او خوست اوسېدونکو د قران کریم سوځولو په غبرګون کې لاریونونه کړي

لاریون

د عکس سرچینه، Social Media

د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار، سویلي ولایت کندهار او سوېل ختیځ ولایت خوست کې سلګونو کسانو د سه شنبې پر ورځ د یوه لاریون په ترڅ کې د یوه "توند لاري سویډني - ډنمارکي" سیاستوال راسموس پالودان لخوا د مسلمانانو د مقدس کتاب " قران مجید" سوځونه وغندله.

قهرېدلو لاریون کوونکو دغه سپېڅلي کتاب ته د سپکاوي په غبرګون کې د سویډن بیرغ هم وسوځاوه.

لاریون کوونکو د " مرګ د اسلام په دښمنانو" او " مرګ د قران په دښمنانو " شعارونه ورکول.

د افغانستان په ځېنو نورو برخو کې هم خلکو ددې پېښې د غندنې او عاملانو په سزا رسونې لپاره د ورته لاریونونو د ترسره کولو خبرداری ورکړی.

پر خواله رسنیو هم ډېرو افغانانو قران کریم ته سپکاوی د نه منلو وړ کړنه بللې او هغه یې غندلې ده.

وړاندې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم هغو کسانو ته د سزا غوښتنه کړې وه چې قران کریم یې سوځولی دی.

د اسلامي نړۍ ګڼو نورو هېوادونو او اوسېدونکو یې هم د یاد سخت دریځي سویډني سیاستوال کړنه غندلې او په اړه یې ددغه هېواد حکومت او خلکو ته اعتراض کړی.

سره له دې چې د سویډن لومړي وزیر اولف کریسټرسن ددې پېښې له امله له مسلمانانو سره خواخوږي ښودلې او د سپېڅلو کتابونو سوځول یې بې احترامي بللې خو د څو ورځو په تېرېدو سره لاهم ددغه هېواد پر وړاندې د مسلمانانو له کرکې ډکې څرګندونې او خبرداري دوام لري.

تر ټولو جدي غبرګون هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وو چې ویلي یې دي" انقره به په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ ونه کړي."

د تېرې شنبې پر ورځ د سویډن د یوه ښي اړخي ډنمارکې سیاستوال په مشرۍ یوه لاریون کې د قرآن کریم یوې نسخې ته اور واچول شو.

پېښه د سویډن پلازمېنه کوپنهاګن کې د ترکیې سفارت مخې ته شوې چې د ترکانو غوسه یې راپارولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکي یې ترینګل‍ي کړي دي.

ترکیه کې تر دغه پېښې وروسته سوله ایز لاریونونه وشول او د قران کریم سوځونکي یې تندلاري وبلل.