سویډن کې د قرآن کریم سوځولو د اسلامي هېوادونو سخت غبرګونونه راپارولي

لاریونونه

د عکس سرچینه، EPA

ترکيې په سويډن کې د لاريون په ترڅ کې د قرآن کريم د نسخو پر سوځولو سخته نيوکه کړې او دا يې يو "شرمونکی عمل " بللی دی.

ترکیې ویلي، د سویډن حکومت لاریون ته د اجازې ورکولو پرېکړه "هیڅ د منلو نه ده".

په حقیقت کې د ترکیې او سویډن ترمنځ په ډیپلوماتیکه کچه وضعیت لا تاوتریخجن شوی دی.

ترکیې ته د سویډن د دفاع وزیر پاول جانسن خپل سفر لغوه کړی. په داسې حال کې چې ترکيه وايي دغه سفر اوس "خپل ارزښت او مانا له لاسه ورکړې ده."

بل خوا پاول جانسن وايي، پرون یې په جرمني کې د امریکا په پوځي اډه کې د ترکیې د دفاع له وزیر سره کتلي او پریکړه یې کړې چې په انقرې کې غونډه دې د اوس لپاره وځنډوي.

د قرانکریم د سوځولو پېښه څنګه رامنځته شوه؟

ترکیه لاریون

د عکس سرچینه، EPA

سویډن غواړي په ناټو تړون کې شامل شي خو د ناټو غړې ترکیه یې مخالفه ده.

د ناټو د غړي په توګه، ترکیه کولای شي اعتراض وکړي او د بل کوم هېواد مخه ونیسي چې په دغه تړون کې ورګډ شي.

سویډن او فنلنډ د روسیې او اوکراین تر جګړې وروسته په ناټو تړون کې د غړیتوب غوښتنه وکړه. له همدې امله د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې ښي اړخو فعالانو د ترکیې پر ضد لاریونونه وکړل.

د دغو لاریونونو په ترڅ کې د ښي اړخي ګوند مشر راسموس پلودان د شنبې په ورځ په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله.

پلودان تېر کال هم لاریونونه کړي وو او د قرآنکریم د سوځولو ګواښ یې کړی وو، چې وروسته یې لاریونونه پیل شول .

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې په سویډن کې د قرآن کریم سوځول غندلي او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کړې ده.

طالبانو په یوې اعلامیې کې د سویډن له حکومته غوښتي چې په راتلونکي کې دې داسې کسانو ته اجازه نه ورکوي چې ورته عمل ترسره کړي او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې حساسیتونه راوپاروي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د اسلامي همکاریو سازمان یا (او ای سي) عمومي منشي حسین ابراهیم طه هم په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآن کریم د سوځولو پېښه غندلې ده.

هغه ویلي، دا ټول د سویډني چارواکو په اجازې شوي دي.

سعودي عربستان، قطر، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم د دغې پېښې غندنه کړې .

د سویډن لومړي وزیر الف کریسټرسن دغه پېښه غندلې ده.

هغه ویلي، د بيان ازادي د ډيموکراسۍ بنسټيزه برخه ده، خو هغه څه چې قانوني وي، نو حتمي نه ده چې لازم دې هم وي. د ډیری خلکو لپاره، د سپېڅلو کتابونو سوځول سخت سپکاوی دی.

هغه لیکلي، "زه غواړم له ټولو هغو مسلمانانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړم چې د ستاکهولم د پېښې له امله غمجن شوي دي."