تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ایډز سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ 'په افغانستان کې لا هم له دې مسلې سره سرسري چلند کېږي'
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو له ایډز سره د مبارزې ادارې یا ''یو این ایډز ''د ایډز د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل تازه راپور کې خبرداری ور کړی، په داسې وضعیت کې نه دي چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې دغه مرګونې ناروغي له منځه یوسي.
دمګړۍ په ډېرو هېوادونو کې له ایډز سره مبارزه او په ایچ ای وې وېروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي خپرول د حکومتونو لومړیتوب دی، خو په افغانستان کې لا هم له دې مسلې سره سرسري چلند کېږي.
روغتیاپالان وايي، په دغه هېواد کې د موجودو شاوخوا درې میلیونو روږدو کسانو درملنې او وقایې ته نه پاملرنه، چې د دغه وېروس د لېږد یو ستر لامل دی، کولای شي افغانستان له روغتیايي کړکېچ سره مخامخ کړي.
په نړیواله کچه د ایډز ناروغۍ د مخنیوي مسوولان ایچ، ای وې وېروس او ایډز ناروغي د ټولنې تر پوستکي لاندې یو دردوونکی واقعیت ګڼي او وايي، د ایډز د تشخیص اسانول، په ایچ ای وې وېروس د اخته کسانو درملنه او نورو کسانو ته د دغه وېروس د لېږد د مخنیوي لپاره د وقایوي پروګرامونو پلي کول، کولای شي دغه وژونکې ناروغي مهار کړي.
له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره وايي، په ۱۹۸۱ کال کې د ایچ، ای وې وېروس او ایډز د لومړنۍ پېښې له ثبتولو را وروسته تر اوسه ۷۸ میلیونه کسان په ایچ، ای وې وېروس اخته شوي چې له ډلې یې ۴۰ میلیونو کسانو د ایډز ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ور کړی دی.
د ایډز ناروغۍ له مهارولو سره هممهاله د ایچ، ای وې وېروس د خپرېدو د مخنیوي چاره هم په یوه ننګونه بدله شوې ده.
وړاندې ملګرو ملتونو هدف ټاکلی و چې تر ۲۰۳۰ کاله به د ایډز ناروغۍ له منځه یوسي، خو اوس د ملګرو ملتونو د ایډز د مخنیوي ادارې مشرې "ویني بیانیما" د ایډز د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، د ټولنیزو نابرابریو له امله نه شي کولی تر یادې نېټې خپل هدف ته ورسېږي:
"د ایډز نړیواله ورځ؛ هغو ۴۰ میلیونه انسانانو ته چې د ایډز له امله مړه شوي، د درناوي وړاندې کولو او تر ۲۰۳۰ کاله پورې د دغې ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره د تعهد تازه کولو ښه فرصت دی. دا اونۍ مو د "ګواښوونکې نابرابرۍ" تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې مو یوه دردوونکي واقعیت ته د نړۍ د پام اړولو غوښتنه کړې ده. دمګړۍ موږ په داسې موقف کې نه یو چې وکولی شو تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ایډز ناروغي مهار کړو او لامل یې هم نابرابري ده. خو یوه هیله مندي شته او هغه دا چې په ټولنه کې د برابرۍ د تحقق په مرسته کولی شو؛ ایډز ناروغي چورلټ له منځه یوسو."
یو ناروغي چې ټابو بلل کېږي
پر دې سربېره چې په ګڼو هېوادونو که له ایډز ناروغۍ سره مبارزه او نورو کسانو ته د ایچ، ای وې وېروس د خپرېدو مخنیوي او وقایې لپاره د عامه پوهاوي خپرول د حکومتونو لومړیتوب دی، خو د ملګرو ملتونو د ایډز ناروغۍ د مخنیوي اداره وايي، له خپل ټاکلي هدف څخه شاته پاتې کېدل یې کولای شي د بیوزلو هېوادونو لپاره بدې پایلې ولري.
د بیوزلو هېوادونو لپاره د ناوړه پایلو لرلو یوه بېلګه یې افغانستان کېدای شي چې د یادې ناروغۍ او د هغې د خطرونو په اړه پکې د عامه پوهاوي کچه ډېره ټيټه ده.
په افغانستان کې د ایډز په اړه د عامه پوهاوي له ټیټې کچې سره هممهال په دغه هېواد کې ایډز ناروغي لا هم یو ټابو دی او د ډاکټرانو په خبره، له وخته مخکې ټولنیزو قضاوتونو له امله په ایچ، ای وې وېروس اخته کسان ډېری وختونه د ایډز د تشخیص او درملنې مرکزونو ته نه ورځي.
ډاکټران وايي، په افغانستان کې ډېری کسان داسې فکر کوي چې ایډز یوازې د جنسي اړیکې له لارې له ناروغ کس څخه روغ ته لېږدېږي چې له امله معمولا په ایډز ناروغۍ اخته کسان په افغانستان کې منزوي او د ټولنې تر پوستکي لاندې پټ دي.
روغتیاپالان وايي، ګڼې نورې لارې هم شته چې له امله یې پر یاد وېروس د اخته انسان وینه د روغ انسان د وینې جریان ته داخلېدای او دغه وېروس ور سره لېږدېدای شي لکه استعمال شویو سرنجونو له لارې، د ویښتانو خریلو د استعمال شویو پاکي ګانو له لارې، د غاښونو ډاکټرانو د نا تعقیم شویو وسایلو له لارې او همداسې نورې.
د جمهوریت له پرځېدو وړاندې د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې د ایچ ای وې کابو ۴ زره مثبتې پېښې ثبتې شوي چې ۷۵ سلنه یې نارینه او ۲۵ سلنه یې ښځې دي.
خو د ملګرو ملتونو له ایډز سره د مبارزې ادارې د اټکل له مخې په دغه هېواد کې ۱۲ زره کسان په یاد وېروس اخته دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت سره له تکراري اړیکو او یوې اونۍ انتظار سربېره هم دغه وزارت له ایچ، ای وې وېروس سره د مبارزې او وقایې پروګرامونو او همدارنګه د ایډز ناروغۍ د درملنې په اړه هیڅ معلومات شریک نه کړل.