نړیواله محکمه افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشریت ضد سرغړونو څېړنې بېرته پیلوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سیدعبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
هاګ کې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو اعلان کړی چې افغانستان کې د جګړې پر مهال د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پیلوي.
قاضیان په یوه نوي حکم کې څارنوال 'کریم خان' ته اجازه ورکړې چې د افغانستان پر دوسیه بېرته کار پیل کړي.
کریم خان د ملګرو ملتونو یو پخوانی جګپوړی مشر دی چې اوس د جرمونو نړیواله محکمه کې د څارنوال په توګه دنده لري.
د دې محکمې د پرېکړې پر بنسټ به د امریکايي پوځيانو، د پرځېدلي افغان جمهوریت او طالبانو چلند او د جګړې پر مهال له نرخه وتلې کړنې څېړل کېږي او هغه ادعاوې به پلټل کېږي چې په ۲۰۱۷ کې یې دوسیه برابره شوې وه.
تېر کال کریم خان ویلي و چې په څېړنو کې به د طالبانو او داعش خراسان ډلې له لوري د شویو جرمونو قضیو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
خو په دې نوي حکم کې د امریکا، طالبانو او پخواني افغان حکومت یادونه شوې او د داعش ډلې نوم پکې نه دی اخیستل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان جګړو کې د شویو جرمونو په اړه د هاګ محکمې د پلټنو اوږده موده کېږي او دغه بهیر لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې رسما پیل شو.
د افغانستان قضیه کې له ۲۰۰۳ کال راوروسته ترسره شوي جنګي جنایتونه پلټل کېږي، له هغه مهال چې افغانستان په رسمي توګه د دې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی.
خو د محکمې قاضیانو او د دوسیې پرمخ وړونکو څارنوالانو ویلي تېرو کلونو کې یې څو څو وارې کابل کې له حکومتي چارواکو د مالوماتو او لاسوندونو را ټولېدو کې مرستې غوښتې وه، خو هېڅ ډول همکاري ورسره نه وه شوې.
د ۲۰۲۰ کال مارچ کې محکمې څارنوالانو ته واک ورکړ چې د افغانستان پر قضیه څېړنې پیل کړې.
خو دا څېړنې یوه میاشت وروسته هله بېرته ودرېدې چې د محمد اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت یې له محکمې د ځنډېدو غوښتنه وکړه.
رویټرز خبري اژانس کاږي، چې دا به نادره وي چې طالبان دې د دغو څېړنو بشپړولو کې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې سره مرسته وکړي.
بلخوا د محکمې دې حکم ته غبرګون کې د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي، چې د بشر ضد جرمونو څېړنه به د جګړې له قربانیانو سره انصاف وي او دا چې باید له ټولو غاړو ترسره شوې بشریت ضد سرغړونې راپورته شي.

د عکس سرچینه، AFP
افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو د امریکا پر استخباراتي ادارې، د پخواني افغان حکومت پر امنیتي ځواکونو، طالبانو او یو شمېر خپلسرو قوماندانانو بېلابېلو وختونو کې د وژنو، ربړونو او نورو بشر ضد جرمونو تورونه پورې دي.
د جنګي جنایتونو نړیواله محکمه به د امریکا د استخباراتو له لوري په رومانیا، لېتوانیا، پولنډ او د دې محکمې نورو غړو هېوادونو کې هم د پټو زندانونو درلودو او له بشري حقونو د سرغړونو پېښې وڅېړي.









