د افغانستان سترې محکمې د پخواني مشر یوسف حلیم مړینې ته غبرګونونه

یوسف حلیم
د عکس تشریح، ښاغلی حلیم د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پرمهال د سترې محکمې رییس وټاکل شو.

د محمد یوسف حلیم پر مړینه په کور د ننه او بهر کې ځینې مشهورو څېرو او سیاستوالو غبرګونونه ښودلي او د هغه مړینه یې د افغانستان لپاره لویه ضایعه بللې ده.

د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي حلیم د مړینې په تړاو یوه پیغام کې هغه یو دروند، پاک نفسه او په خپلو خلکو او وطن مین کادر او نژدې ملګری بللی دی.

ښاغلي غني پر فېسبوک په دې پیغام کې د یوسف حلیم ناڅاپي مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه بللې ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار هم پر ټویټر لیکلي چې د پخواني قاضي القضات یوسف حلیم مړینې دردولی. دی یې یو دروند باتجربه، مشفق او د پراخې حوصلې لرونکی شخصیت بللی دی چې وايي تشه به یې تر ډېره ډکه نه شي.

امریکا کې د افغانستان پخواني سفیر سید طیب جواد پر ټویټر لیکلي، چې یوسف حلیم د افغانستان د عدلي سیستم معاصر کولو کې رغنده رول لوبولی دی.‌

د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال ویلي، لکه څنګه یې چې نوم حلیم و، هغه یو حلیم، دروند او زړه سواند شخصیت و.

یوسف حلیم څوک و؟

یوسف حلیم
د عکس تشریح، ښاغلی حلیم د افغانستان د عدلي او قضايي قوانینو تدوین او سمون کې مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان د سترې محکمې پخوانی مشر او قاضي القضات محمد یوسف حلیم د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ کې سا ورکړې ده.

د نوموړي کورنۍ وايي چې ابو ظبۍ کې د زړه حمله پرې راغلې ده. ‌

تېر کال د تېر حکومت له سقوط او پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښاغلی حلیم ابو ظبۍ ته ولاړ.

ښاغلی حلیم د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ پرمهال د عدلیې وزیر و او د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پرمهال د سترې محکمې رییس وټاکل شو.

ښاغلی حلیم د افغانستان د عدلي او قضايي قوانینو تدوین او سمون کې مهم رول لوبولی دی.

یوسف حلیم په ۱۳۳۸ کال د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې زیږېدلی.

نوموړي د کابل پوهنتون په حقوقو او سیاسي علومو کې لوړې زدکړې کړې دي.