تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان لپاره د امریکا سفارت نوې شارژدافیرې 'کرن ډېکر' دنده پیل کړه
د افغانستان لپاره د امریکا نوې شارژدافیرې کرن ډېکر د ایان مککري پر ځای ماموریت پیل کړی دی. هغې په پښتو درې او انګلیسي د خپل ماموریت د پیل خبر ورکړی.
نوموړې په پښتو ژبه لیکلي، ویاړي چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ماموریت مشري کوي او دا چې د افغانستان له استازو او وګړو سره خبرو ته چمتو ده.
مېرمن ډېکر ټېنګار کړی چې رښتینو او او پرانستو اړیکو ته سترګې په لار ده.
د افغانستان لپاره د امریکا نوې شارزدافیرې له افغانستان سره د امریکا د مرستې یادونه هم کړې او ویلي یې دي، له متحدینو، همکارانو او نړیوالو ښکیلو لورو سره به ګډه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي او په ګډه به د افغانستان رنګارنګ کلتور درناوی به کوي، د امریکا ګټې به پالي او د نړیوالو نورمونو هڅونې لپاره به کار کوي.
هغې ویلې د تېر کال اګست میاشتې راهیسې یې هېواد له افغانستان د یو اعشار یو میلیارد ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړې دي.
مېرمن ډېکر د ښځو د حقونو په اړه ویلي د هغو پروګرامونو ملاتړ به کوي چې د بشري حقونو او په تېره د ښځو او نجونو حقونو ته وده ورکوي.
کرین ډېګر به د مک کیرې ځان ناستې وي. نوموړی د تېر کال اګست میاشتې کې پر کابل د طالبانو له ولکې تر درې ورځې وړاندې پورې د امریکا د دیپلوماتیک ماموریت مشر وو.
هغه تېره جولایي میاشت کې ویلي چې دنده یې پای ته رسیږي.
پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د امریکا سفات او کارکوونکي یې قطر ته ولیږدول شول.
اوس افغانستان کې دامریکا سفارت تړلی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د قطر سفارت د امریکا د ګټو ساتونکی بللی. یا په بله اړونده چارې د قطر سفارت له لارې تر سره کېږي.
نوې شارژدافیره کرن ډکر د شخړو د حل او کړکېچ هواري برخه کې تخصص لري. هغه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر میاشتې نه نیولې د روان کال تر اګست میاشتې له افغانستانه د اړوندو کسانو د اېستلو او بهر کې د ځای پر ځای کولو د پروګرام مسؤوله وه.
له دې وړاندې هغه دوه کاله افغانستان کې د امریکا مرستیال سفیره وه.
هغه په ۲۰۰۶ کال کې افغانستان کې دنده پیل کړې وه. په پيل کې د هغې دنده په کندهار او غزني ولایتونو کې وه.
له امریکا دباندې د مېرمن ډیګر لومړۍ دنده په ۱۹۹۰ کال کې په پاکستان کې وه . له هغه وروسته سوریې او بیا یونان ته د دندې لپاره ولاړه.