د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چين ترمنځ ګډ اقتصادي دهلېز پرانیستل شو

چارواکي وايی دې دهلیز سره به اوس له چینه سوداګریز توکی ژر افغانستان ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Bakhter news

د عکس تشریح، چارواکي وايی دې دهلیز سره به اوس له چینه سوداګریز توکی ژر افغانستان ته رسېږي.
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چين ترمنځ ګډ اقتصادي دهلېز پرون پرانیستل شو.

دې هېوادونو د وږي میاشتې پر نولسمه په دې اړه هوکړه لاسلیک کړې وه، چې پرون یې له مخې د سوداګريزو توکو لومړنى ریل ګاډى بلخ ته ورسېد.

په دې مناسبت جوړ شویو مراسمو ته د بلخ والي قدرت الله ابو حمزه وویل، دې اقتصادي دهلېز سره به ددې هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې ډېرې پياوړې شي.

دغه راز د بلخ سوداګرۍ او صنعت خونې رييس اسدالله اسدي وويل چې دغه اقتصادي دهلېز د سوداګرو لپاره لويه اسانتيا برابره کړې ده.

چارواکي وايی دې دهلیز سره به اوس له چینه سوداګریز توکی په لنډ وخت کې افغانستان ته رارسېږي.

ټاکل شوې، چین ته د افغانستان صادرات هم له همدې لارې وشي.

بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي وايي، دا دهلېز د افغانستان لپاره ډېر مهم دی او په ۱۱ ورځو کې دا توکي افغانستان ته راورسېدل.

دی وايي، له دې لارې توکي په لنډه موده او ارزانه بیه له افغانستانه صادرېږي او واردات هم په کم لګښت کېږي.

ځايي طالب چارواکو د دې دهلېز پرانیستل کېدل له نړۍ سره د دوی د راکړې ورکړې، یو ښه بېلګه وبلله.

د بلخ لپاره د طالبانو والي قدرت الله ابو حمزه وویل، دا د ټولو په ګټه دی.

د افغانستان، قرغیزستان، چین او ازبکستان تر منځ د دې د دې لارې په هکله هوکړه نژدې دوې اونۍ وړاندې شوې وه.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ریل پټلۍ له لارې د افغانستان او چین تر منځ سوداګریز دهلېز پرانیستل کېږي.

د یادولو ده، چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې د افغانستان او چین تر منځ د تړون له مخې لومړنی ریل ګاډی حیرتان بندر ته رسېدلی و.

د هغه وخت تړون له مخې دهلېز له قزاقستان او ازبکستانه تېرېده او بیا د بلخ تر حیرتان بندره رسېده.