طالبان: د بښنې دروازې خلاصې دي خو 'مفسدانو او د بدمرغیو لاملینو' ته حکومت کې ځای نشته

د عکس سرچینه، BBb
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نامه د شورا هغو څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی چې ګواښ یې کړی چې که طالبان له دوی سره پر یوه پراخ بنسټه حکومت سلا نه شي، وسله وال مخالفت به نور هم پراخ کړي.
طالبانو د دغې شورا غړي مفسدین او د افغانستان د بدمرغیو لاملین بللي دي.
د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې د بخښنې دروازې لا هم د پخواني نظام سیاسي څېرو ته خلاصې دي خو وايي دا کسان به د چارواکو او د کابینې وزیرانو په توګه نه منل کېږي.
بل لور ته د طالبانو دفاع وزارت چارسمبالی وزیر ملا محمد یعقوب خپل پوځي مخالفین بغاوت ګر بللي او د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته یې ویلي د دغو ډلو د تمویلوونکو پر وړاندې به په کرار نه کښېني.
د یادونې ده چې د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نامه د شورا مشرانو چې ګڼې پخوانۍ سیاسي څېرې پکې دي، وړمه ورځ د طالبانو د یو کلنې واکمنۍ په تړاو په یوې مجازې یا پر انټرنټ خپرېدونکې غونډې کې د دې شورا منشور اعلان کړ، او طالبانو ته یې د خپلو غوښتنو نه منلو صورت کې د وسله وال مخالفت پراخولو ګواښ وکړ.
د شورا مشري محمد یونس قانوني کوله.

خو پرون بیا د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد دې ناستې غبرګون کې په واک کې د دوی د شریکولو غوښتنه رد کړه او په څنګزنې اشاره یې دوی ته د طالبانو له خوا اعلان شوې بخښنه هم کافي وبلله.
هغه وویل: "په دې ورځو په اصطلاح یو شمېر سیاستوال، له هېواده بهر سره ټولېږي، البته هغه هم فزیکي نه بلکې سره په آنلاین ډول ټولېږي، هماغه مفسده کتله چې له ۱۳۷۰ او ۷۱م کال راهیسې په تېرو ۳۰ کلونو کې د فساد لامل شوي، هغه خلک چې جهاد یې نوم بدی کړ... دوی لا تر اوسه هم کرار نه کښېني او د جاه او جلال په فکر کې دي او د نړۍ په ګټونو کې خپلې شریرې ټولېدنې ترسره کوي."
ښاغلي مجاهد زیاته کړه "د اسلامي امارت پیغام ورته دا دی چې تر اوسه هم د بخښنې دروازې درته خلاصې دي. خو بیا په دې خاوره کې د سیاسي کس او پر پخوانیو واګو نه ګومارل کېږئ.
ملت له تاسې ډېرې بدې خاطرې لري. باور وکړئ چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې سره له دې چې امریکا د افغانستان په اداره کې فساد نه غوښته خو لوی لامل یې همدغه شریره کتله وه چې هلته په کې وه."

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نامه د شورا منشور کې د یوه منتخب حکومت جوړولو په موخه له طالبانو سره مذاکره او د پراخ بنسټي حکومت جوړول لومړیتوبونه بلل شوي.
خو ترڅنګ یې پر دې هم ټينګار کړی چې که طالبان د دوی غوښتنې ونه مني او خپلو اوسنیو تګلارو ته ادامه ورکړي نو دوی به وسله وال مخالفت نور هم پراخ کړي.
د دوی په آنلاین غونډه کې عبدرب رسول سیاف، عبدالرشید دوستم، احمد مسعود، محمد محقق، محمد یونس قانوني، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، محمد اسماعیل، تادین خان، میر رحمان رحماني او ځینې نور ګډونوال ول.
په دوی کې ځینې یې د پرځول شوي حکومت د سولې د عالي شورا غړي وو او د محمد اسماعیل خان، عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق څېر نور یې د ولایتونو تر سقوط پورې له طالبانو سره جګړه کې ښکېل وو.
د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نامه شورا څو میاشتې وړاندې د ترکیې پلازمېنه انقره کې اعلان شوه او ډېری مشران یې په ترکیه کې دي.
د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نامه جبهه وايي په پنجشېر، بغلان او تخار ولایتونو کې پر طالبانو وسله وال بریدونه او نښتې کوي.
دوی په وروستیو کې د یوه انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې د پنجشېر عنابه سیمې کې یې پنځه طالب وسله وال وژلي او ۴۰ نور ژوندي نیولي دي.

د عکس سرچینه، NRF
د طالبانو دفاع وزارت چارسمبالی وزیر ملا محمد یعقوب د دوشنبې پر ورځ د طالبانو د یوکلنې واکمنۍ لمانځغونډه کې دا جبهه بغاوتګره وبلله.
ملا یعقوب د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته وویل د وسله والو د تمویلوونکو پر وړاندې به په کرار نه کښېني.
له دې سره هممهاله د افغانستان له پاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي له یوې کورنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې امریکا د مقاومت په نامه یوه ټولګه پالي چې د ده په وینا غواړي په افغانستان کې کورنی اخ و ډب رامنځته کړي.
ښاغلی قُمي زیاتوي امریکا په دې نامه چې ګواکې له نورو قومیتونو دفاع کوي په افغانستان کې نښتو ته لمن وهي.
دی دا ادعا هم کوي چې امریکا کابو ۷۰۰۰ پخواني افغان سرتېري امریکا ته بیولي، روزنه ورکوي چې راتلونکو پلانونو کې یې په افغانستان کې وکاروي.
ښاغلی قُمي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ایران پخپله د ځینو طالب ضدو کړیو په ملاتړ تورن دی او د ملي مقاومت په نامه د شورا ځینې غړي ایران کې ژوند کوي.
ایراني چارواکو وار وار د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې د پراخ بنسټه حکومت جوړولو غوښتنه کړې ده.
د نړۍ ځواکمنو هېوادونو هم د مقاومت په نامه ډلې په ګډون د طالبانو وسله وال مخالفت سلا نه ده ګڼلې.
طالبانو افغانستان ته د سیاسی اشخاصو د ګرځېدو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی او ژمنه یې کړې چې دوی ته به افغانستان کې څه نه پېښېږي.










