مولوي هبت الله اخونزاده: د امریکا په ګډون له نړیوالو سره متقابل تعامل غواړو

د عکس سرچینه، طالبان
په افغانستان کې د طالبانو مشر د لوی اختر مبارکۍ پیغام کې ځینو مهمو مسلو ته اشاره کړې ده.
د مولوي هبت الله اخونزاده پیغام کې د پخوا پرتله یوڅه نرمښت لیدل کېږي، وايي ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته پوره ډاډ ورکوي چې افغانستان به هېچا ته پخپله خاوره کې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ نه کړي او له نورو هېوادونو یې هم غوښتنه دا ده چې د افغانستان په چارو کې هېڅ ډول مداخله ونه وکړي.
نوموړي تېره اوونۍ کابل کې "د دیني عالمانو" غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې له هیچا سره "تعامل" نه کوي.
ښاغلي اخونزاده دغې ناستې ته په ټینګار ویل: "نړۍ نه غواړي د افغانستان حکومت پر خپله اراده وچلېږي، موږ ته مشورې راکوي، زه ستاسې د فرمایشاتو نه یم، نه یو قدم درسره مخ ته ځم، نه تعامل درسره کوم، نه په شریعت معامله درسره کوم."
خو د اختر په تړاو پیغام کې نوموړي پر امریکا او نورې نړۍ غږ کړی چې د متقابل تعامل او ژمنو په چوکاټ کې ښې او پیاوړې ډیپلوماتیکې ، اقتصادي او سیاسي اړیکې ټینګول ورسره غواړي چې په وینا یې دا د ټولو په خیر دی.
د طالبانو مشر پیغام کې د افغانستان بیارغونه کې پر ټولو افغانانو د ونډې اخیستو غږ شوی او وايي چې دوی له هېچا سره "ذاتي دوښمني" نه لري.
نوموړي له بهره د ځینو افغان شخصیتونو د بېرته ستنېدو په تړاو ویلي چې دا لړۍ لا نوره چټکه شي او د راستنېدونکو افغانانو د سر، مال او عزت خوندي کولو لپاره لا ډېر کار وشي.
مولوي هبت الله ویلي، سږ کال لوی اختر په داسې حالت کې لمانځي چې شل کاله وروسته یې ټول هېواد پخپل کنټرول کې دی چې په وینا یې "ټول ولس د امن، ارام او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي".
دی وايي، هڅه یې دا ده چې د "اسلامي نظام" ترڅنګ امنیت، پرمختګ او د هېواد بیارغونې لپاره هر ډولو هلو ځلو ته خوار جدي متوجه دی.
په دې اختریز پیغام کې مولوي هبت الله د طالبانو پر مخالفانو غږ کړی چې په هېواد کې د ننه او بهر دې د دسیسو ښکار نه کېږي او له تېرو تجربو زده کړي، "د فساد خپرول د جنګ او بې امنۍ هڅه د هېچا په ګټه نه ده".

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم تر اوسه افغانستان کې د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل او کاري فرصتونو په اړه ګڼ افغانان راضي نه دي، خو ښاغلي هبت الله ژمنه کړې چې د خلکو د ستونزو او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار یې ګډ مسؤلیت دی.
مولوي هبت الله یوځل بیا پر دیني تعلیم ټینګار کړی خو وايي د عصري علومو پر اهمیت هم پوهېږي.
ده لیرې سیمو ته د روغتیايي اسانتیاوو په رسولو او د روغتیايي مرکزونو پر پرانیستلو هم ټینګار کړی او له نړیوالو یې غوښتنه دا ده چې د روغتیا برخه کې له دوی سره لازمه مرسته وکړي.
د بیان ازادي
که څه هم څه موده وړاندې افغانستان کې د ځینو خبریالانو د نیول کېدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو، خو مولوي هبت الله وايي د هېواد د ملي ګټو او شریعت په رڼا د بیان ازادۍ ته ژمن دی، "خبریالان دې ددغو مهمو ټکو په نظر کې نیولو او د ژورنالیزم د اصولو په مراعاتولو خپل فعالیت کوي".
پر طالبانو نېوکه کېږي چې پر خبریالانو یې بې ساري بندیزیونه لګولي او کاري ساحه یې پرې تنګه کړې خو طالبان یې نه مني.
په داسې حال کې چې طالبانو د منځنیو ښوونځیو د عمر نجونو پرمخ ښوونځي لا تړلي پرېښي دي، خو ملا هبت الله د هېواد د مسلکي کسانو (ډاکټرانو، انجنیرانو او لوستو کسانو او کادرونو) لارښوونو ته اړتیا ضروري بللې ده.
د طالبانو مشر په خپل پیغام کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه هیڅ نه دي ویلي. دغه ښوونځیو د نوموړي په امر تړل شوي او له همدې امله په کور دننه او بهر یې دغه پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې.
د طالبانو مشر د خپل پیغام په پای کې له طالبانو د بیت المال د ساتنې او پالنې غوښتنه کړې، په تېره بیا هغه پوځي وسایط او مهمات، حکومتي ودانۍ، ملي شتمنۍ او د بیت المال اړوند ټول شیان یې د ولس امانت بللی دی چې په وینا یې د ضایع کولو، خرابولو او د مشرانو له اجازې پرته پکې هېڅوک د تصرف حق نه لري.










