تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالله عبدالله افغانستان ته تر ستنېدا وروسته: اوسني چارواکي باید خلکو ته ارام ژوند چمتو کړي
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د افغانستان مخکیني حکومت کې د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هند ته له څه کم یوې نیمې میاشتې اوږده سفر وروسته هېواد ته ستون شوی دی.
ښاغلي عبدالله پر خپله فېسبوکپاڼه له هغو تصویرونو سره چې په کابل هوايي ډګر کې له الوتکې د کوزېدو په حال کې اخیستل شوي، لیکلي دي: ''څو شېبې مخکې د هېواد تودې غېږې او خلکو ته ستون شوم. ''
ښاغلي عبدالله هند کې له ۴۳ ورځو تېرولو وروسته کابل ته د ستنېدو پرمهال پر هوايي ډګر خبریالانو ته ویلي، هندوستان ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره تللی و:
"بېرته [هند ته] د کورنۍ لیدو لپاره تللی وم، بېرته خپل هېواد ته راستون شوم او هیله مې دا ده چې د افغانستان ټول خلک په ارامۍ، عدالت او ښه فضا کې په خپل هېواد کې ژوند وکړای شي، دا کار د ټولو هڅو ته اړتیا لري، په تېره د اوسنیو چارواکو هڅې".
کابل ته د عبدالله عبدالله ستنېدو په تړاو تازه غبرګونونو کې د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار پر ټویټر لیکلي، چې د ښاغلي عبدالله د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی و.
ښاغلی مسلمیار چې د عبدالله عبدالله د هرکلي انځورونه یې پر ټویټر خپاره کړي، وايي افغانستان د ټولو ګډ کور دی او په ګډه باید دا کور اباد کړل شي.
ښاغلی عبدالله چې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پر مهال په هېواد کې پاتې شوی و، د تېر اپریل میاشتې په پای کې هند ته تللی و.
نوموړي هغه مهال پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي و، چې په دې شخصي سفر کې به کوچنی اختر له کورنۍ سره یو ځای تېر کړي.
له تېرو څه باندې اتو میاشتو راهیسې ډاکټر عبدالله عبدالله له رسنیو سره خبرې هم نه دي کړي او ولایتونو ته هم په سفر نه دی تللی.
پخوا داسې رپوټونه وو چې عبدالله عبدالله او مخکیني ولسمشر حامد کرزي ته "له هېواده بهر" د سفر اجازه نه ورکول کېږي. طالبانو دغه ډول رپوټونه رد کړي وو.
مخکینی افغان ولسمشر حامد کرزی او د سولې عالي شورا مخکینی مشر عبدالله عبدالله هغه مهم شخصیتونه دي، چې له هېواده د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له وتلو وروسته په هېواد کې پاتې شول.
د تېرې مې میاشتې په نیمايي کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نژدې سرچینو بي بي سي ته وویل، طالب چارواکو نوموړي ته متحده عرب اماراتو ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.
د سرچینې په وینا ښاغلي کرزي غوښتل چې د متحدو عرب اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان آل نهیان فاتحه کې د ګډون او غمشريکۍ لپاره امارتو ته لاړ شي.
طالبانو له دې مخکې هغه رپوټونه رد کړي وو چې ګواکې پر پخوانیو چارواکو دې د سفر کوم بندیز لګېدلی وي.