کابل کې د ښځو باغ ته ښځې نه ورپرېښودل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
په کابل کې د ښځو ځانګړی باغ د دوی پرمخ تړل شوی او اجازه نه ورکول کېږي چې مېرمنې د پخوا په څېر د چکر یا ساعت تېري لپاره ورشي. د ښځو باغ په نوم مشهور شوی باغ شهرارا یوازې سېلځی نه بلکې ګڼې ښځې پکې په کار روزګار هم بوختې وې خو اوس د ګټې وټې دا لار ترې اخیستل شوې ده.
هلته کورنۍ هم نیوکه کوي چې د ښځو لپاره ځانګړی شوی دغه پارک له هر ډول مزاحمتونو خوندي و او غوښتنه کوي چې بېرته دې پرانیستل شي. خو د طالبانو حکومت ځواب ورته څه دی؟ په دغه رپوټ کې مو کتنه ورته کړې.
د یادولو ده چې دلته د ځينو کسانو نومونه د دوی د خوندیتوب لپاره مستعار کارول شوي دي.
د ښځو باغ ټولې کارکوونکې ښځې وې او سړي نه ورپرېښودل کېدل، نو ښايي ځکه به مېرمنو فکر کاوه چې نه به تړل کېږي.
خو یوه ورځ کابل مېشتې زهرا د نور کله په څېر د دغه باغ په نیت له کوره وتلې وه خو خبره شوه چې تړل شوی دی.
دا وایي، ناهیلې شوې ده چې له ښځو سره په پرله پسې ډول توپیري چلند روان دی، "اوس خو ټول نظام د ښځو پر ضد لګیا دی، د ښځو ځایونه په نارینه ځایونو بدلوي، دا په ټولنه کې نرواکي لا پیاوړې کوي او ښځې ځپي".
د کابل اوسېدونکې ستورې هم د ښځو بڼ ته څو ځلې په چکر ورغلې ده او وايي، "باغ زنانه د ښځو لپاره یو ډېر ښه تفریحي ځای و. سړي نه شول ورتللی، کله خو یې واړه هلکان هم نه ورپرېښودل. هېڅ ډول مزاحمت پکې نه و. ښځې به مجلس ته ورتلې، پام به یې بدلېده، خو اوس بندیز لګېدلی او مېرمنې نشي ورتلی".
د ښځو بڼ یوازې سېلځی نه بلکې یو مهم بازار هم و

د عکس سرچینه، د ښځو چارو وزارت پاڼه
شهرارا باغ د پلازمېنې کابل په زړه قوای مرکز سیمه کې دهنه باغ څلورلارې سره دی. په مخکېني حکومت کې د ښځو چارو وزارت اړوند و خو چې دغه وزارت د طالبانو حکومت له راتګ سره په امر بالمعروف وزارت واوښت نو دغه بڼ یې هم په برخه شو.
شهرارا باغ دوه برخې لري. یوه یې سېلځي یا پارک ته ځانګړې شوې او بله یې مارکیټ یا بازار دی چې د هوټل او چایخونې په ګډون بېلا بېلې هټۍ هم پکې شته خو ډېره برخه یې هغه دوکانونه دي چې مېرمنې پکې په لاس جوړ شوي توکي او د ښځو کالي او نور اړوند شیان خرڅوي.
زهرا وايي، "هلته د مختلفو عمرونو ښځې پر بېلابېلو کاروبارونو لګیا وې چې پرخپلو پښو ودرېږي. لاسي توکي او پخپل لاس ګنډل شوي کالي به یې نندارې ته وړاندې کول او خرڅول به یې. باغ زنانه په یوه برانډ بدل شوی و چې په کمه بیه ښځو ښه شیان پکې اخیستلی شول".
د طالبانو حکومت نه مخکې په دغه بڼ کې لسګونه ښځو کارروزګار کاوه او خپلو کورنیو ته یې نفقه پیدا کوله. خو د دغه بڼ د یوې مسولې خاطرې په خبره، اوس د ګوتو په شمار څو تنه د وضعیت د ښه کېدو په تمه پکې پاتې دي.
خاطره زیاتوي، " حاکم حکومت نه مخکې لسګونه ښځې دلته په کاروبار او تجارت بوختې وې، خو د دغه نظام له راتګ سره، باغ ته دننه خو څه چې ان برحاله کارکوونکې د خپلې حاضرۍ لاسلیکولو ته هم نه ورپرېښودل کېږي. د مارکیټ په برخه کې یوازې یو شل تنه ښځې پاتې دي چې لا هم کار کوي".
خاطره همدا راز وايي چې تر ډېره په دغه باغ کې د کارکوونکو ښځو ګټه وټه هلته په ورتلونکو مېرمنو پورې تړلې وه خو چې اوس څوک نه ورځي نو ګټه به له کومه شي.
په تېر کې په دغه باغ کې د ښځو د عامه پوهاوي د لوړاوي لپاره ګڼ پروګرامونه ترسره کېدل. د خیاطۍ او لاسي صنایعو زدکړه پکې ورکول کېدله، ورزشي جمنازیوم ته ښځې د ورزش لپاره ورتلې او د ښځو نړېواله ورځ به هم د مارچ پر اتمه پکې نمانځل کېدله. خو اوس ډېری دغه فعالیتونه پکې په ټپه درېدلي دي.
د یادولو ده چې دغه بڼ په ۱۳۹۹ کې تر نوي کال دوه ورځې مخکې د کورونا وبا د خپرېدو د مخنیوي په موخه تړل شوی و.
د طالبانو حکومت یې په اړه څه وايي؟

د عکس سرچینه، Reuters
دغه تاریخي بڼ د مغول پاچا بابرشاه د واکمنۍ پر مهال په کابل کې په ۱۳ جریبه او شل بېسوې پراخه سیمه کې جوړ شوی. د طالبانو د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته په ۱۳۸۷ کې د ښځو چارو وزارت او امریکا سفارت له لوري بېرته ورغاول او د ښځو پر وړاندې پرانيستل شو.
تر څوکیدار او ځينو اداري کارکوونکو پرته سړیو ته اجازه نه وه چې دغه بڼ ته ورشي او ښځې به هره پنجشنبې او جمعه له خپلو اولادونو او خورلڼو سره د چکر یا مېلې او سودا لپاره ورتللې.
د دغه بڼ یوې مسولې خاطرې بي بي سي ته ویلي چې "د ښځو باغ د کابل ښار ټولو مېرمنو پر مخ په بشپړ ډول تړل شوی دی، یوازې د لاسي توکو مارکیټ یوه وړه برخه د پېرودونکو پر مخ پرانیستې ده، بس".
خو طالبان وايي چې دا بڼ په "معیاري" ډول رغوي او په خبره یې، بشپړ نه دی تړل شوی.
د طالبانو حکومت د دعوت او ارشاد، امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي، "موږ په دې لټه کې یو چې په معیاري ډول یې ورته برابر کړو. ښځې اوس هم ورځي خو د پخوا غوندې نه ورځي. هڅه کوو څومره ژر چې کېدلی شي، ویې رغاوو".
خو د طالبانو حکومت یوې بلې سرچینې بیا بي بي سي ته وویل، "کله چې د ښځو چارو وزارت لغوه شو نو دغه باغ هم د امر بالمعروف وزارت اړوند شو. که څه هم یوه برخه یې لا هم فعاله ده خو اوسمهال د ښځو باغ فلج دی".
ځینې کابل مېشته کورنۍ د دغه بڼ بندېدو ګیله منې کړې دي او د بېرته پرانیستو غوښتنه یې کوي.
سعید هم د کابل اوسېدونکی دی، وايي، "دې یوازې موږ ته نه بلکې ټولو کورنیو ته ستونزې پیدا کړې دي. ښځې له مشکل سره مخ دي. له اوسني نظامه مو غوښتنه ده چې دا باغ خلاص کړي".
"تر دې به نور لا څه سخت بندیزونه وي؟"

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښځو بڼ یوه مسوله خاطره وايي چې د ښځو پر زدکړو او کار بندیزونو لګېدو د ډېرو افغان مېرمنو ژوند تریخ او له کړاو سره مخ کړی دی.
د دې په خبره، "تر شپږم پورته نجونې له زدکړو منع شوې دي او پر ښځو د کار په برخه کې بندیزونه لګول شوي دي، تر دې به لا جدي محدودیتونه نور څه وي؟ ډېرې کورنۍ شته چې د کورنۍ یوازېنۍ نفقه راوړونکې یې ښځې دي خو چې دا ډول کاري فرصت ترې واخیستل شي، هغه به څه کوي؟ د هغې کورنۍ برخلیک به څنګه کېږي؟".
خاطره د طالبانو له حکومته غواړي چې که د افغان کورنیو اقتصادي پرمختګ هیله لري نو له ښځو دې کاري فرصتونه اخلي نه بلکې لا نور دې ورته پیدا کړي.
دا وايي، "ښځو ته دې مشروع او بنسټيز کاري فرصتونه برابر کړي چې ښځې پرخپلو پښو ودرېږي او د ګټې وټې په ترلاسه کولو سره خپلو کورنیو سره مرسته وکړي. دا که یو خوا د کورنۍ په اقتصادي ودې کې مرسته کوي نو بلخوا د فسق و فساد، کورني تاوتریخوالي، غلا او فحشا مخه نېول کېږي. که یوه ښځه ځواکمنه وي او مشروع کار روزګار ولري، هم به یې کورنۍ فضا ارامه وي او هم به چا ته محتاجه نه وي".










