تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونیسف: د روان کال تر پایه په افغانستان کې د سختو خوارځواکو ماشومانو شمېر تر درېیو میلیونو پورته کېدای شي
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسيف وايي، تېره میلادي میاشت کې یې په افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته نژدې ۳۶ زره ماشومانو درملنه کړې ده.
خو ددې ادارې استازو په افغان ماشومانو کې د خوارځواکۍ مخ په زیاتېدونکو پېښو اندېښنه ښوولې او زیاته کړې یې ده چې په دغه ستونزه د اخته څه باندې یو میلیون ماشومانو درملنې ته ژمن دي.
په افغانستان کې د یونېسیف د تغذیې د برخې مسؤلان وايي، اټکل یې دا دی چې د روان کال تر پایه ۳،۲ میلیونه تر پنځوو کلونو کم عمره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د تغذیې مسؤلې میلاني ګالوېن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه سازمان تېره میلادي میاشت کې د ۳۵۷۰۰ هغو ماشومانو درملنه کړې چې په حاد یا سختې خوارخواکۍ اخته وو.
خو نوموړې دا خبرداری ورکړی چې د یونېسف د اټکل له مخې د روان مېلادي کال تر پایه ۳.۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره یا ددغه عمر نیمايي ماشومان ښايي له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.
یاد بنسټ یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که په دې اړه سملاسي اقدام ونه شي، ښایي په هېواد کې په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
اغلې ګالوین ویلي، میاشت تر بلې د خوارځواکۍ شمېر په لوړېدو دی او په دې اړه سخته اندېښمنه ده.
د هغې په ټويټ کې راغلي چې فقر ماشومان وژني، موږ نه یوازې دا چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه وکړو بلکې باید د بېوځلۍ مخه ونیسو.
هغې زیاته کړې چې یونیسف ژمن دی چې د روان کال تر پایه په خوارځواکۍ د اخته ۱،۱ میلیون افغان ماشومانو درملنه وکړي.
په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې مسؤله وايي، دغه بنسټ بېوځلو کورنیو سره نقدي مرستې هم کوي چې اړتیا وړ خوراکي توکي پرې ترلاسه کړي.
وړاندې د افغانستان د عامې روغتيا وز ارت ویلي وو چې د خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره یې، د روغتیايي خدمتونو عرضه کولو کچې لوړولو او لا ډېرو مرستو جلبولو لپاره هڅې کوي.