د کابل پل خشتي جومات کې چاودنه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د پلازمېنې کابل پل خشتي جومات کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال چاودنه شوې.
د لومړنیو مالوماتو له مخې په دغه پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان شوي دي، خو ښايي دا شمېر بدلون وکړي.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل: "د لمانځه پرمهال کوم کس لاسي بم جومات ته غورځولی دی، شپږ کسان یې ټپیان کړي، خو دا مالومات لومړني دي."
ښاغلی ځدراڼ زیاتوي، پېښه د لمانځه له ادا کېدو وروسته د دعا پر مهال رامنځته شوې ده.
بل لور د ایمرجنسي روغتون له لوري په یوه پیغام کې ویل شوي، دې پېښه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي، چې اووه یې بستري شوي او څلور کسان له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د عکس سرچینه، Taliban police
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو حکومت چارواکي وايي، پلټنې یې پیل کړې دي.
پل خشتي د کابل یو له تر ټولو لویو جوماتونو دی چې ګڼه ګوڼه پکې تل ډېره وي.
کابل کې همدې جومات ته څېره شهزاده سرای ته هم تېره اوونۍ لاسي بم غورځول شوی و، چې د لسګونو ټپیانو تر څنګ پکې یو کس وژل شوی هم و.










