کندهار کې د شيعه ګانو جومات کې چاودنې ګڼ کسان وژلي
له کندهاره راپورونه وايي د هغې چاودنې مرګژوبلې شمېر چې د شيعه ګانو يوه جومات کې شوې، له ۴۱ تنو اوښتی، او وايي لږترلږه ۹۰ کسان نور په کې ژوبل شوي دي.
دا چاودنه د کندهار ښار امام بارګاه جومات کې شوې ده. ويل شوي يو ځانمرګی بريد وو.
تېره جمعه هم د کندز يوه جومات کې يوې چاودنې لسګونه کسان وژلي وو.
حفیظ الله معروف يې په اړه راپور چمتو کړی.