جنرال مکنزي: طالبان د داعش خراسان ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي

پنټګان

د عکس سرچینه، PENTAGON

د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ کې د منځني ختیځ او سویلي اسیا څانګې مشر جنرال فرانک مکنزي اندېښنه څرګنده کړې، چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې وده کوي او د پسرلي له پیل سره به دا سخت دریځي وسله واله ډله بریدونه ډېر کړي.

دا لوړ پوړی امریکایی جنرال ادعا کوي چې طالبان په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي.

نوموړي تېره شپه د امریکا کانګرېس کې د وسله والو ځواکونو جرګه ګۍ ته وینا کې وویل، په داسې حال کې چې د کال دې موسم کې افغانستان کې معمولاً جګړه سخته نه وي: ''داعش ډله توانېدلې چې ان په (افغان) پلازمېنه کابل کې د تېرو څو میاشتو اوږدو کې سخت بریدونه وکړي... زما ګومان دا دی، چې د دوبي له رانژدې کېدو سره به د داعش بریدونه زیات شي. ''

د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، جنرال مکنزي د امریکا سنا کې د وسله والو ځواکونو جرګه ګۍ ته وینا کې ویلي، په داسې حال کې چې طالبان د داعش ځپلو لړ کې که څه هم کافي نه ده، خو پر خپله ژمنه ولاړ دي، په افغانستان کې له القاعده وسله والو سره په مخالفت کې بیا ''کلک '' نه دي پاتې شوي.

د امریکا سنا یوه غړي پوښتنې په ځواب کې جنرال مکنزي وویل: ''طالبان هڅه کوي، پر داعش فشار ډېر کړي، خو دوی په دې کې پاتې راغلي دي. ''

د یادونې ده، چې له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل ازبکستاني سیال عبدالعزیز کاملوف سره په لیدنه کې وویل"د امریکا متحده ایالتونه به هېڅکله ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې له افغانستان د پټنځای په توګه ګټه واخلي"

طالبان تل ادعا کوي چې داعش ورته ګواښ نه دی.

طالبانو له امریکا سره د سولې په هوکړه کې ژمنه کړې چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هیوادنو پر ضد وکارول شي، خو تېره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه تحلیلي راپور کې ویل شوي و چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته جهادي ډلو دغه هېواد ته تګ راتګ کې ډېره ازادي ترلاسه کړې.

په راپور کې راغلي و "افغانستان کې د منځنۍ آسیا هېوادونو سفارتونه د دې شاهد دي چې د دې ډلې څو مشرانو په ازاد ډول کابل ته سفرونه کړي دي. ''