داعش خراسان ډله څوکه ده او څه غواړي؟

د غږ تشریح، داعش خراسان ډله څوکه ده او څه غواړي؟

د داعش خراسان ډلي ويلي چي په کابل هوایي ډګر کې پرونۍ چاودنه د دوی يوه ځانمرګي غړي کړې.

په دې برید کې د لسګونو افغانانو ترڅنګ، ديارلس امریکایي پوځيان هم ووژل شول.

دا په افغانستان کي په تېره یوه لسیزه کې د امریکانو لپاره یوه تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

زموږ همکار، ډاکټر داود اعظمي، دې پوښتني ته ځواب وايي چي داعش خراسان ډله څوک ده او څه غواړي؟