تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان بیا د ترهګرۍ ځپلو هېوادونو د نوملړ په سر کې راغی
د ترهګرۍ نړیوالې ډلبندۍ (Global Terrorism Index) له مخې افغانستان ۲۰۲۲ کې په پسې ډول دریم کال هم د ترهګرۍ له اړخه د ځپل شویو هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی دی.
په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې ۱۴۲۶ کسان وژل شوي چې د نړۍ په کچه ترهګرۍ پورې د تړلې مرګژوبلې تر ټولو لوړ شمېر دی.
په ۲۰۲۱ کال نړۍ کې د ترهګریزو پېښو کچه ۳۳ سلنه او په دغو پېښو کې د مرګژوبلې کچه ۱۴سلنه لوړه شوې.
په ټولیزه توګه د دې مرګژوبلې شل سلنه افغانستان کې رامنځته شوې چې تر نیمایي زیاته برخه یې ملکي کسان دي.
د دې ډلبندۍ له مخې په ۲۰۲۱ کال کې څلور ډلې داعش، الشباب، طالبان او نصرت الاسلام والمسلیمن نړۍ کې تر نورو ډېرې مرګژوبله کې ښکېلې دي.
راپور وايي دغه څلور ډلې د ۳۳۶۴ کسانو د مړینې مسوولې دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د ټولې مړینې ۴۷سلنه جوړوي.
په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې د بریدونو کچه لوړه وه او د دغه هېواد له ۳۴ ولایتونو په ۳۲ کې امنیتي پېښې ثبت شوې.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمېدو راهیسې خونړۍ امنیتي پېښې کمې شوې خو د ترهګرۍ نړیوالې ډلبندۍ د راپور له مخې، افغانستان لا هم له یوه ناڅرګند امنیتي وضعیت سره مخ او د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړو پېښېدو احتمال لوړ دی.
طالبانو تراوسه د ترهګرۍ نړیوالې ډلبندۍ دغه نوي راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د داعش ډلې په اړه یې په وار وار ویلي چې افغانستان کې یې ځپلې او د سر پورته کېدو ته یې نه پرېږدي.