تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان بانک: د افغانانو د شتمنۍ په اړه د ولسمشر بایډن پرېکړه غیر عادلانه ده
د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن هغه امر چې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو وېش په هکله یې کړی، د افغانانو لپاره غیر عادلانه بللی او په وینا یې د منلو نه دی.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ویشلو اجرايي فرمان صادر کړ.
د دغه فرمان له مخې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک 'افغانستان بانک' ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو ویشل کېږي.
د ولسمشر بایډن د امر له مخې به د دې پېسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړ شي او پاتې نیمې به د دې لپاره امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.
د افغانستان بانک په اعلامیه کې ویل شوي، ''د افغانستان شتمنۍ د یوه حکومت، ډلې یا ګوند پورې اړوند نه دي او دا د منلو نه ده چې دا پیسې د غرامت یا بشري مرستو په نامه بل چا ته ورکړل شي. ''
په اعلامیه کې پردې پرېکړه د بیا غور او کنګل شویو شتمنیو ازادولو غوښتنه شوې.
بل لور د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي، که د افغانستان کنګل شویو شتمنیو په هکله د امریکا ولسمشر جو بایډن پرېکړه عملي شي، د هغو عواملو حل پر ځای چې له کبله یې افغانستان له اوسني بشري بحران سره مخامخ دی، دا به د ستونزو رامنخته کولو لړ کې یوه بېلګه شي.
د بشري حقونو څار سازمان بیا پر دې موضوع یوه اعلامیه کې د اسیا مدافعت څانګې مشر جان سیفټن له قوله ویلي:
''طالبان ظالمان دي، بې زړه سوي دي، پر ښځو ترحم نه کوي، خو ولې باید د دې هر څه سزا افغانانو ته ورکړل شي؟ ''
د بشري حقونو څار سازمان په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي:
''په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د درې نیم میلیاردو ډالرو ورکړه، ښايي سخاوت ښکاره شي، خو باید هېر نه کړو چې دغه ټول اووه میلیارده ډالر د افغانانو ملکیت دی او که بیا هم امریکا دا (پانګه) مرستندویه ادارو ته ورکړي، پر افغان بانکي سکتور د اوسنیو بندیزونو له کبله شونې نه ده، چې دا پیسې په افغانستان کې دننه وکارول شي. .
د بشري حقونو څار سازمان په اعلامیه کې د دې پر ځای د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو هغه هڅې مهمې بلل شوې چې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو لېرې کولو لپاره یې د امریکا متحدو ایالتونو او نړیوال بانک قانع کولو لپاره کوي او د اعلامیې په ټکو د افغانستان اقتصاد کې به ورسره ثبات رامنځته شي.
د یادونې ده، چې د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو ځینو کورنیو د دې لپاره د طالبانو خلاف په امریکا کې قضیه ثبت کړې چې د دغو بریدونو پر مهال یې د القاعده شبکې مشرانو ته پناه ورکړې وه.
د امریکا یوه قاضي تېره میاشت د جو بایډن حکومت ته د دې لپاره وخت ورکړ چې تر نن (جمعې) د دغو پیسو د برخلیک مالومولو لپاره یو پلان وړاندې کړي.
دا غوښتنه تر هغې وروسته وشوه چې د امریکا د کانګرس ځینو غړو او ملګرو ملتونو له امریکا په کلکه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دغه هېواد کې د روان اقتصادي کړکیچ له حل سره د مرستې لپاره ازادې کړي.
طالبانو دا پرېکړه غندلې ده. د جمعې پر ورځ یوه ټویټر پیغام کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم دا پرېکړه د افغانستان شتنیو 'غلا ' بللې او په وینا یې ''د مورال او اخلاقو ټیټوالی ښيي. ''
طالبانو هم په وار وار له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پېسې ازادې کړي.
افغانستان پر امریکا سربېره بریتانیا، جرمني، سویس، متحدو عرب اماراتو او ځینو نورو هېوادونو کې هم ۲ میلیارډ ډالر لري.