"د جام څلي يو شمېر خښتې نړېدلې دي"

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د افغانستان په غور ولايت کې د طالبانو له خوا ټاکل شوی د اطلاعاتو او کلتور رئيس تاييد کړې چې تازه د جام څلي يو شمېر خښتې نړېدلې چې کېدی شي په بادغيس کې د پرونۍ زلزلې له امله وي.
د يوې ارزونې له مخې دغه ۸۰۰ کلن څلې چې د ملګرو ملتونو د نړيوال ميراث دی د اندېښنې وړ خطرناک حالت سره مخ دی.
د پژواک خبري اژانس د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګي رئيس او وياند مولوي باز محمد سروري له خولې ويلي، چې زلزلې د سړکونو پر بندېدو سربېره د غور ولایت جام څلی هم زيانمن کړى دی.
د افغانستان لوېدیځ کې د زلزلې له امله د وژل شو شمېر ۲۶ تنه ښودل شوی دی.
تر دې وړاندې يوه پخواني بريتانوی چارواکي د سېلابونو او بې پروایۍ له امله د دغه څلي د نړېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.
لرغونپوهان وېره لري چې د ژمي په اوږدو کې به د دی (۶۵ متره) څلي حالت نور هم خراب شي، ځکه چې لندبل او کنګل به خښتو ته ننوځي او نور زیان به ورته ورسېږي.
دا څلی د غوریانو د معمارۍ شهکار او د نړۍ تر ټولو پخوانی له خښتو جوړ څلی بلل کېږي.

د عکس سرچینه، MUSTAFA MASTOOR
د برتانیې د بهرنیو چارو پخواني مرستیال وزیر روري سټوارټ ګارډین ورځپاڼې ته ویلي وو چې په غور کې د منار نړېدل به "یوه ویجاړونکې تراژیدي" وي.
نوموړي وويل، "دا منار د دې ورک شوي تمدن لپاره تر ټولو ښکلې، تر ټولو د ستاينې وړ او خورا غير معمولې نښه ده." ده وويل، "که موږ دا منار له لاسه ورکړو، دا به په تېرو ۵۰ يا ۶۰ کلونو کې ترټولو ستر او تر ټولو ويجاړونکی کلتوري زيان وي. "
هغه مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال او د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو چې "د جام څلي د بيارغونې لپاره زموږ هڅې روانې دی".
دا څلی له ۲۰۰۲ کال راهیسې د یونیسکو د نړیوال میراث د هغو اثارو په لست کې دی چې له ګواښ سره مخ دي.
دا څلی چې د دولسمې پېړۍ په وروستیو کې له خښتو جوړ شوی، د هریرود او جمرود سیندونو د یو ځای کېدو په نقطه کې موقعیت لري.

د عکس سرچینه، af.ambafrance.org











