ګوتېرش: افغانستان کې د عامه خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید نړیوالو نغدي مرستو ته اجازه ورکړل شي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د هغو مقرراتو د ځنډولو غوښتنه کړې چې په وینا یې د هغو لګښتونو مخه نیسي چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند ژغورولو لپاره ورته بېړنۍ اړتیا ده.

په تېر اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې تر ډېره بندې شوې او د افغانستان د بهرنیو اثارو زیرمې کنګل شوې دي.

ښاغلی ګوتېرش وايي:نوموړي وویل: ''سخته یخني او د شتمنیو ګنګل کېدل د افغانستان د خلکو لپاره مرګونې ګډوله ده. هغه اصول او مقررات چې د ژوند ژغورلو لپاره د پیسو کارولو مخه نیسي، باید په دې بېړنیز حالت کې لغوه شي. د عامه خدمتونو وړاندې کوونکو معاشونو ورکولو او له افغان ادارو سره د روغتیايي، تعلیمي او نورو خدمتونو وړاندې کولو لړ کې د مرستې لپاره باید نړیوالو نغدي مرستو ته اجازه ورکړل شي. ''

هغه خبرداری ورکړ چې که په عاجله توګه پیسې ازادې نه شي نو میلیونونه افغانان به له بې وزلۍ او لوږې سره مخامخ شي.

طالبانو د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې غوښتنې ملاتړ کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي ''له امریکا د افغانستان شتمنیو خلاصون غوښتنه د ملګرو ملتونو بې پرېتوب ثابتوي. ''

په ورته مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت هم خواشیني څرګنده کړې، چې له تعلیم او کار بې برخې دي.

ښاغلي ګوتېرش په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

''د ټول افغانستان دفترونو او ښوونځیو کې ښځې نه شته. هېڅ هېواد خپل نیمايي نفوس ته د حقونو له ورکولو پرته پرمختګ نه شي کولای. د افغانستان ښځې او نجونې باید زدکړو، کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي ولري. ''

ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو تېره اونۍ په افغانستان کې دننه له ۲۲ میلیونه کسانو او دغه راز له هغو پنځه اعشاریه اووه میلیونه افغانانو سره چې په کوردننه بې ځایه شوي او یا پنځو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، د بشري مرستو لپاره د پنځه میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

بل لور د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوالې ټولنې مشرې خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد د مرستو د کمي له کبله له داسې یوه بوږنوونکي حالت سره مخامخ دی، چې هغې د لوږې څونامي بللې ده.

هغې په دې تړاو تازه څرګندونو کې ویلي چې په سږني ژمي کې تر نیمايي ډېر افغانان د خوراکي توکو په تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

له دې سره هممهال یې دا اندېښنه هم په ډاګه کړې، چې دا ټولنه د پیسو د کمي له کبله د لوی شمېر خلکو د لاسنیوي توان نه لري. نور حال یې مکۍ میا وړاندې کوي.

په همدې حال کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې په افغانستان کې بحران او له جګړې وروسته لوږه تر عنوان لاندې تازه رپوټ کې ویلي امکان لري چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې له لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ شي.